Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د عام ولس پر وړاندې د پاکستاني پوځ عملیات او ناوړه پایلې یې.
    افغانستان

    د عام ولس پر وړاندې د پاکستاني پوځ عملیات او ناوړه پایلې یې.

    عمران آغاعمران آغا3 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    پاکستاني پوځ او حکومت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې په پښتونخوا او اړوندو سیمو کې د «عزم استحکام» په نوم پوځي عملیات پیلوي.

    پاکستاني پوځ په ظاهره کې وايي، چې دغه عملیات د دوی په وینا، د ترهګرۍ پر ضد کوي؛ له دې سره جوخت په پښتونخوا کې ګڼو سیاسي او قبایلي مشرانو د دغو عملیاتو له پیل سره کلک مخالفت کړی او پرضد یې لاریونونه پیل کړي دي.

    پاکستاني حکومت له ۲۰۰۸ کال راهیسې دا څووم ځل دی، چې په دغه هېواد کې د امریکا او برېتانیا په لمسون او مرستې د ترهګرۍ په بهانه پوځي عملیات کوي، چې هر ځل یې پکې زرګونه بې ګناه پښتانه، بلوڅان او هلته نور لږه‌کي په نښه شوي، کورونه یې ورته ویجاړ شوي، عامه تاسیسات یې پکې له منځه تللي او دغه راز سلګونه زره کورنۍ یې د خپلو سیمو او مېنو پرېښودو ته اړ کړې دي.

    پاکستاني حکومت او پوځ د خپلو ظالمانه او پردیو پالیسیو او فرمایشونو له کبله له اوږدې مودې راهیسې عملاً له عام ولس او خلکو سره په جګړه کې ښکېل دی.

    پاکستاني پوځ له اوږدې مودې راهیسې د بلوڅانو، پښتنو او نورو قومونو د مشرانو، ځوانانو او مخکښو کسانو د وژلو، د هغوی د ربړونې، ورکېدو او زندانونو ته د دوی د لېږلو لړۍ پیل کړې، چې له کبله یې یادو قومونو له خپلو ځانونو، مالونو او ناموس څخه د دفاع په خاطر د پاکستاني حکومت او پوځ پر ضد وسله را اوچته کړې ده.

    پاکستاني پوځ او حکومت چې په نړۍواله کچه د پردیو پروژو د پلي کولو، فساد، خیانت او ظلم له کبله او په پښتونخوا، بلوچستان، سند او نورو ځایونو کې د عامو خلکو د ربړونې، ځورونې، غلا، اداري او اخلاقي فساد او جنایت له کبله ډېر شهرت لري، تل د لوېدیځ تر نفوذ لاندې وو، هلته د غرب پر مشرۍ حکومتونه جوړېږي او نړول کېږي او ترڅنګ یې د دغه هېواد د کرایي پوځ له لارې په سیمه کې خپلې موخې تعقیبوي.

    د پاکستان تېرو او اوسني حکومتونو د خپلو ناسمو پرېکړو او پردیو فرمایشونو له کبله تل دغه هېواد د کړنګ پر غاړه درولی، دغه هېواد اوس له یوې خوا له سختې اقتصادي انزوا او ستونزو کړېږي، له بلې خوا پکې نا امنۍ، جګړې او جنايي پېښې هم ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي.

    په نړۍواله کچه د پاکستان حیثیت مخ پر خرابېدو دی، له شمالي، جنوبي، ختیځ او لوېدیځ ګاونډیو سره یې اړیکې تر بل هر وخت ډېرې خرابې دي، د نړۍ د ډېریو سازمانو او بنسټونو پوروړی دی، قیمتي پکې اوج ته رسېدلې، لسګونه میلیونه خلک یې له بې کارۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت کړېږي او ان بقا یې له ستر ګواښ سره مخ ده، خو د دغه هېواد ظالم پوځ او په فساد کې ډوب چارواکي د دې پر ځای چې د دغو ستونزو اصلي علت وپلټي، تل د خپلو ناکامیو پړه پر نورو اچوي او د عام ولس په وژلو، ټکولو او زنداني کولو کې د ستونزو حل لټوي.

    پاکستاني پوځ که دغه عملیات پیلوي، بیا به هم عام خلک وژني، له کورونو به یې بې ځایه کوي، په زندانونو کې به یې اچوي، کورونه به یې ورته ویجاړوي او په مقابل کې به یې له دوی څخه کرکه لا پسې ډېرېږي، د انتقام روحیه به پکې پیاوړې کېږي او ان د دغه امکان هم شته چې د دغه ظلم او عملیاتو پر وړاندې ټول بلوڅان، پښتانه او سندیان سره یو ځای شي او د دوی د دغه کار مخه ونیسي.

    د پاکستان پوځ او حکومت ته بویه چې نور پر امریکايي پیسو، فرمایشونو او وسلو عام خلک ونه وژني، بې کوره یې نه کړي، حقونه یې ورته تر پښو لاندې نه کړي له دوی سره د مور میرې چلن پای ته ورسوي، نور هېوادونه د خپلو تېروتنو له کبله پړ نه کړي او خپلو مسوولیتونو او چارو ته متوجه شي، که نه د دې برعکس به هر څه دوی په لوی دام کې را ایسار کړي چې بیا به یې نه امریکا وژغورلی شي، نه ناټو او نه بل څوک.

    مخکینۍ مقالهغزني کې د خراب شوو سړکونو د بیارغونې چارې پیل شوې.
    راتلونکي مقاله عزم استحکام؛ پاکستان د چین له پاره پښتانه وژني او افغانستان سره اړیکې خرابوي.

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.