Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د عدلیې وزیر، شیخ عبدالحکیم شرعي: د خپل مسئولیت په اداء کولو کې د چا پروا نه لرو، ظالم او فاسد چې د هر موقف، هر قوم، هر فکر او هر مذهب وي، د قانون منګولو ته یې سپارو
    افغانستان

    د عدلیې وزیر، شیخ عبدالحکیم شرعي: د خپل مسئولیت په اداء کولو کې د چا پروا نه لرو، ظالم او فاسد چې د هر موقف، هر قوم، هر فکر او هر مذهب وي، د قانون منګولو ته یې سپارو

    عمران آغاعمران آغا21 دسمبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د عدلیې وزیر، شیخ عبدالحکیم شرعي د ځینو کړیو او مغرضو رسنیو منفي تبلیغات چې ګواکې د عثمان په نوم د نوموړي زوی، په «نوي کابل» پروژه کې دفتر خلاص کړی رد کړي او ویلي یې دي، چې نوموړی په دې نوم کوم زوی نه‌لري.

    ښاغلي شرعي ویلي، چې نه غواړي د انټرنشنال په څېر تبلیغاتي ادرسونه ته پر ځواب ویلو وخت ضایع کړي؛ خو دا چې ملت ته یو وضاحت وي، دی د عثمان په نوم زوی نه لري او د زامنو له ډلې یې هېڅ یو هم تجارتي دفتر نه لري.

    د عدلیې وزیر هغه ادعاوې چې ګواګې نوموړی د خپلې مېرمنې په نامه ځمکه لري هم رد کړې او ویلي یې دي، چې د ده په کورنۍ کې د ښځینه‌وو پر نوم نه ځمکه ثبت وه او نه ثبت ده. په خبره یې که یې ولري هم کوم شرعي یا عنعنوي خنډ نه لري.

    ښاغلي شرعي د پرځول شوي جمهوریت د پارلمان د یوه غړي محمد میرزا کټوازي له خوا د غصب شویو ځمکو د استرداد قضیې ته په اشارې ویلي: «د هر قوم، د هرې ژبې، د هر فکر خلک چې وي حساب به ورسره کېږي او کومه سرمایه چې د بیت المال ده او دوی پرې خېټې اچولي، هغه به له دوی څخه اخېستل کېږي، او بیت المال ته به سپارل کېږي.»

    شیخ عبدالحیکم شرعي چې د وزارت پر مهال یې په ریکارډ کچه غصب شوې دولتي ځمکې او د بیت‌المال شتمنۍ ملي خزانې ته تسلیم شوې، ډاډ ورکړی چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد پروسه به سر ته رسوي.

    ښاغلي شرعي ویلي، چې ځیني اشخاص چې په کلونو یې د ملت حقوق ضایع کړي او بیت المال یې خوړلی، غواړي د داسې تورونو له لارې چې ورسره یا فکري، قومي یا ژبنی تعصب کېږي خپل جرم ته دوام ورکړي.

    هغه ویلي چې، د خپل مسئولیت په اداء کولو کې د هېڅ چا پروا نه لري، ظالم او فاسد چې د هر موقف، د هر قوم او د هر فکر او مذهب سړی وي، د قانون منګولو ته به راکش کېږي.

    مخکینۍ مقالهپاکستان کې د ستروسو د پروسېس لسګونه کارخونې تړل شوې
    راتلونکي مقاله د افغانستان او ایران ترمنځ د خوړو او درملو د تنظیم عملي پلان لاسلیک شو

    مربوطه لیکنې

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    سرحدي پوليسو ايران سره پر پوله په واورو کې بند پاتې مسافر ژغورلي

    22 دسمبر 2025

    د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت: د ا.ا له راتګ راوروسته نږدې اووه میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

    22 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 دسمبر 2025

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    وروسته له هغه چې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو غونډه…

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    امریکا ګرینلینډ لپاره ځانګړی استازی معرفي کړ

    22 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    22 دسمبر 2025

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    امریکا ګرینلینډ لپاره ځانګړی استازی معرفي کړ

    22 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،095 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،042 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،101 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.