
د عراقي کردستان لومړۍ مېرمن شاناز ابراهیم احمد، د ایران پر ضد د ځمکنۍ جګړې د پيل اوازې په کلکه رد کړي او په وینا یې یو ځل بیا هڅه کېږي چې کُرد ولس د نړیوالو قدرتونو د ګټو لپاره وکارول شي.
هغې ويلي کُردان څه کرایي پوځ نه دی، چې يوځل د صدام حسین په وړاندې پاڅون ته وهڅول شول، خو وروسته یوازې پرېښودل شول او عراقي پوځ د هليکوپټرو او ټانکونو په واسطه دا بغاوت وځپلو.
هغې زياته کړې، چې کردان همداراز د داعش په وړاندې جګړه کې هم په لومړۍ کرښه کې جنګېدلو سره سره، له کردانو سره شوې وعدې پوره نه شوې.
نوموړې زياته کړې، چې د عراق کردان نن له یوې لویې مبارزې وروسته تر یوې کچې د ثبات او باعزته ژوند په ترلاسه کولو بریالي شوي دي، نو ځکه ورته دا د منلو نه ده چې د نړیوالو قدرتونو لخوا د لاسپوڅو په توګه وکارول شي.
هغې د امريکا له لوري د ايران پر وړاندې د عراق کردانو جنګولو ته په غبرګون ويلي، چې ټول اړخونه دې کردان په خپل حال پرېږدي او په خبره یې کردان کرایه شوي سرتېري نه دي.

