په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت د مخالفو جبهو او ډلو ټپلو مخالفت یواځې له سرپرست حکومت سره نه دی، بلکې دوی د افغانستان د خلکو له ارزښتونو سره هم شدید مخالف دي او ټوله هڅه یې دا ده چې دا ارزښتونه وننګوي، کمزوري یې کړي او پر ځای یې نور ارزښتونه پر خلکو او راتلونکو نسلونو وتپي، د دوی هڅو، تېرې مخینې او ملاتړو ته په کتو، دا ډلې ټپلې تر ډېره په افغانستان کې د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر ځای د غربي ارزښتونو ترویج او پلي کېدو ته لومړیتوب ورکوي.
د مخالفو جبهو او په ځانګړې توګه د مقاومت په نوم جبهې اکثریت لوړ پوړي چارواکي، د رهبري غړي، عادي غړي او پلویان په ځلونو په ټولنیزو رسنیو او نورو عامو مجالسو او ناستو کې په ښکاره توګه په لومړي قدم کې اسلامي ارزښتونه ننګوي، چې ښه او کوچنۍ بېلګه یې پر حجاب د دوی توندې نیوکې او انتقادونه دي، حجاب یو اسلامي او شرعي حکم دی، خو یادې جبهې د رهبرۍ غړي، عادي غړي او پلویان له دغه حکم سره سخت مخالف دي او ان په دې برخه کې خلک او په ځانګړې توګه ښځې هڅوي چې رعایت یې نه کړي.
د دې جبهې د رهبرۍ، عادي غړو او ملاتړو بل مخالفت د افغانستان د خلکو له تاریخي ارزښتونو، نوامیسو، کارنامو، لاسته راوړنو، د تیري کوونکو پر وړاندې د مبارزې له شهکارونو او قربانیو سره مخالفت دی، دا مخالفه جبهه، رهبري یې، غړي او ملاتړي یې بیا بیا هم په ټولنیزو رسنیو او هم په نورو ګڼو مجالسو او ناستو کې د افغانستان تاریخي ارزښتونه مسخه کوي، ملنډې پرې وهي، ترې انکار کوي، د افغان ولس او خلکو قربانۍ له پامه غورځوي، جهادي کارنامې یې نه مني یا پرې ملنډې وهي او په ښکاره توګه ګڼ داسې نور کارونه کوي، چې دغو ارزښتونو ته پکې سپکاوی له ورایه ښکاري.
د یادې جبهې د رهبرۍ، عادي غړو او ملاتړو له خوا په افغانستان کې د مېشتو قومونو او پرګنو ترمنځ نفاق، بې باوریو، تعصبونو او بېلتونونو ته په پرله پسې توګه لمن وهل کېږي. ملي یووالی او اتحاد د افغانستان د خلکو یو محکم او مهم ارزښت دی، خو دا جبهه او ملاتړي يې هڅه کوي چې دا ارزښت کمزوری کړي، ویې ننګوي او بلاخره یې له منځه یوسي. په همدې ډول د افغانستان د خلکو لسګونه او ان سلګونه نور داسې ارزښتونه شته، چې دا جبهه له سرپرست حکومت سره د مخالفت تر نوم او بهانې لاندې له دې ټولو ارزښتونو سره خپله عقده، دښمني او مخالفت پالي.
تر دې لا خطرناکه دا چې د دې جبهې له منځه اوس تازه په تازه د عیسویت بویونه هم راپورته شول. که څه هم دا خبره نوې ده، خو پخوا هڅه کېده چې دا خبره پټه وساتل شي. د مقاومت په نوم مخالفه جبهه په خپل تشکیل کې لویه برخه داسې کسان لري، چې یا خو پخوا او یا هم په دې وروستیو کې له اسلام څخه منکر او عیسویت ته اوښتي دي. د دوی دا کیسه اوس تر پخوا ډېره ناندریزه او رسنیزه شوې، اوس په ښکاره یو او بل ته د عیسویت، د عیسوي ارزښتونو او د مسیح د میلاد د مبارکۍ او خواخوږۍ پیغامونه لېږل کېږي، ان داسې ویل کېږي، چې دوی له مقاومت جبهې سره د کار ترڅنګ عیسویت ته د نورو خلکو د اړولو لپاره هم پراخې هڅې کوي او په بدل کې یې له اروپايي، امریکايي او نورو ګڼو کلیساوو څخه ډېرې پیسې ترلاسه کوي.
د افغانستان د خلکو له ارزښتونو سره د مقاومت په نوم د مخالفې جبهې مبارزه، مخالفت او دښمني څه نوې خبره نه ده، بلکې له ډېر پخوا راهیسې په یوه او بل نوم پالل شوې، خو د دوی په منځ کې د عیسویت دین د ریښو پراخېدل هېښوونکې او ټکان ورکوونکې خبره ده، چې ټول افغانان او د افغانستان خلک باید ورته متوجه وي، ځکه دا کسان غواړي چې په یوه او بل نوم دا ريښې ان تر افغانستانه هم راوغځوي او دلته هم خلک بې دینه کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.