Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د غربي بلاک وروستۍ سلګۍ
    لیکني

    د غربي بلاک وروستۍ سلګۍ

    صابر افغانصابر افغان9 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیڪوال: اېمل پښتون

    د بایډن وروستۍ څرګندونې او اعترافات چې افغانستان يې د امپراطوریو هدیره وباله، دا د ټولې نړۍ له وضعیت څخه د اخیستي فکر نچوړ و. دا د لوېدلي حیثیت انځور او د لودیځ بلاک د نړېدو پیلامه وه.

    امریکا په نړۍ کې په چټکۍ سره بدلېدونکو حالاتو ته په رڼو سترګو ګوري او له بېلابېلو هېوادونو څخه خپلې نظامي اډې باسي، بلکې په تدریج سره د غرب د امپراطورۍ ټغر مخ په ټولېدو دی.افغانستان هغه خطرناک ډنډ دی، چې له لویدونکو څخه ځاني او مالي قوتونه دواړه زبیښي او له امپراطوریو څخه نړیوال حيثيت تراشي.

    د روس، چین او ځینې نورو سیمه ییزو هېوادنو د غرب سره له بېباکه چلند څخه له ورایه مالومېږي، چې د نړۍ بل قطب راټوکېدلی او نړۍ یو ځل بیا په دوه قطبونو وېشل شوې ده.

    د تور لېست او بندیزونو له چوکاټه د افغانستان پښه تر عربي هېوادونو پورې اوړي، د نږدې ګاونډ هېوادونه له بندیزونو سره، سره هر نوع تعامل په خلاص مټ سره کوي، د دوی پر نړۍ چلېدونکی واک نور بې واکه شوی دی او دا د غرب د امپراطورۍ وروستۍ سلګۍ دي.

    د افغانستان له نوي حکومت سره د تعاملاتو نوې او چټکه څپه خورا ګړندۍ پر مخ روانه ده، په نړۍ کې په چټکۍ سره بدلیدونکو حالاتو زمونږ د سیمې هیوادونه دې نتیجې ته رسولي، چې د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان ثبات او ورسره دوستانه او ښې اړیکې خورا اړینې او حیاتي دي.

    اسلامي امارت په درېو کلونو کې له نه رسمیت او بندیزونو سربېره، د جمهوریت له شلو کلونو څخه څو چنده چټک او ډېر مخکې تللی دی.

    په نږدې سیمه او ګاونډ کې بل داسې هېواد نشته، چې په یو وار ګڼ شمېر وزیران په رسمي بلنو څو بېلابېلو هېوادونو ته په سفر تللي وي او د نړۍ د یو فعاله او ریښتیني ځواک په حيث د ورسره چلند وشي، له اسلامي امارت سره د اړیکو په جوړولو کې هېوادونه دې ته هم آماده دي، چې د غرب له بندیزونو پښه واړوي.

    نور به تور لېست په ټوله نړۍ کې تور لېست نه وي.

    دا هغه توپیر دی، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا له ماتې وروسته یې نړۍ تجربه کوي.افغانستان د امپراطوریو هدیره بلل، هسې تصادف مه ګڼئ.

    مخکینۍ مقالهپه تېرو دوو اوونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۵زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي
    راتلونکي مقاله په خیبر پختونخوا کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر چاودنه شوې او ۶ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    16 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

    20 جولای 2025

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.