Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د غزې پر قتل عام خاموشي نه بښونکی جنایت دی!
    لیکني

    د غزې پر قتل عام خاموشي نه بښونکی جنایت دی!

    صابر افغانصابر افغان12 جون 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    نږدې اته میاشتې وشوې چې یهودي جنایتکاره اسراییلو د امریکا او غرب په مستقیم ملاتړ د فلسطین د مظلومو مسلمانو عام وژنه پیل کړې.

    د صهیونیستي وینه زبېښونکو او وحشي یهودانو په هوايي بریدونو، توغندیو او ځمکنیو عملیاتو کې تر اوسه نږدې ۴۰زره عام فلسطینيان چې لویه برخه یې ماشومان، ښځې او سپین ږیري دي، شهیدان شوي، نږدې اتیا زره کسان ټپيان شوي او شاوخوا دوه میلیونه نور یې بې ځایه شوي.

    جنایتکاره یهودانو پر غزې د برید له پیل وړاندې ټولې لارې وتړلې، اوبه یې پرې بندې کړې، خواړه یې پرې بند کړل، تېل یې پرې بند کړل او په ټوله کې د ژوند کولو ټول امکانات او اسانتیاوې یې پرې بند کړل چې له کبله یې هلته سخته قحطي رامنځته شوې ده.

    تش په اصطلاح د بشري حقونو مدافع بنسټونه، ملګري ملتونه او ټوله نړۍ دا هرڅه په ويښو سترګو ګوري او خولې یې ماتې، وجدانونه یې مړه او احساس ترې ځناورو وړی دی.

    که دا پېښه په امریکا، اروپا او یا هم بل کفري هېواد کې شوې وای، ښايي اوس به یې ټوله نړۍ پر بل مخ اړولې وای، خو مکاره، فرېبکاره او جنایتکاره تش په نوم د بشري حقونو مدافعان نه یوازې دا چې د دې ټولوژنې مخه نه نیسي، بلکې هڅه کوي چې دا جنایت توجیه کړي او د دوام لپاره یې پلمې لټوي.

    امریکا او غرب چې ځانونه د بشري حقونو تر ټولو مخکښ مدافعان او پلویان بولي، په سترې بې شرمۍ او وحشت سره د دغه لوی بشر ضد جنایت تر شا ولاړ دي او هره ورځ په زرګونو ټنه بارود، وسلې، ټانګونه، الوتکې او توپونه جنایتکاره اسراییل ته ورکوي ترڅو په غزه کې خپل جنایت ته دوام ورکړي.

    یا په بله وینا، په غزه کې اوسنی جنایت او وحشت د امریکا او غرب په وسلو، باروتو، ټکنالوژۍ، توپ، هاوان، ټانک، الوتکې او پیسو روان دی او دا ټول مسوولیت د دوی په غاړه دی.

    که امریکا او غرب همدا نن او وغواړي، یوازې د څو ساعتونو په اوږدو کې هلته هرڅه بدلولی شي او د صهیونیستانو د جنایت مخه نیولی شي، خو حقیقت دا دی چې دوی دا کار نه غواړي، بلکې برعکس د دوام لپاره یې بې مانا او له منطقه لېرې بهانې لټوي.

    دا په داسې حال کې ده چې همدا جنایتکاره امریکا او غرب په ډېرې بې شرمۍ سره د نړۍ په نورو برخو کې ځانونه د بشري حقونو مدافعین بولي، پر نورو هېوادونو د بشري حقونو د نقض په تور بندیزونه لګوي او داسې انګېري چې ګواکې په دې نړۍ کې د انسان او انسانیت تر ټولو لوی خواخوږي دوی دي.

    امریکا او غرب په افغانستان کې پر اسلامي امارت او افغان ولس له دې کبله بندیزونه لګولي چې د دوی په وینا هلته یې ښځې له غربي ډوله حقونو محرومې کړي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې اوسمهال د اسلامي امارت په واکمنۍ کې بشري حقونه د بل هر وخت په پرتله ښه تامین دي او د اسلام د مبارک دین په رڼا کې هر چا ته خپل حقونه ورکړل شوي دي.

    د دې ترڅنګ د غزې په قضیه کې د اسلامي نړۍ، اسلامي سازمانونو او هېوادونو اوسنی پڅ او خاموشه حالت هم تر جنایت کم نه دی.

    د اسلام مبارک دین وايي چې که د نړۍ پر یوه کونج پر یوه مسلمان ظلم کېږي، د نړۍ پر بل کونج کې پر مسلمان لازمه ده چې دفاع ترې وکړي او مرستې ته یې ور ودانګي چې ښې بېلګې یې د رسول الله صلی علیه وسلم، صحابه کرامو او تېرو اسلامي حکومتونو دوري دي چې هر ځای به یې د مسلمانانو مرستې ته وردانګل، خو اوس غزې سره جوخت مصر چې ځان اسلامي حکومت هم بولي او پیاوړی پوځ لري، پر دغه جنایت یې خوله پټه کړې او یا هم لږ تر لږه څه ډول چې لازمه ده، خپل مسوولیت یې نه دی ادا کړی.

    د مصر ترڅنګ ترکیه هم چې ځان اسلامي هېواد بولي، پیاوړی پوځ او پیاوړی اقتصاد لري، خو له بده مرغه چې د فلسطین په قضیه کې یې دریځ ډېر پڅ او ان له جنایتکاره اسراییلو سره اړیکو او سوداګرۍ ته دوام ورکوي.

    تر هغو که ور واړو سعودي عربستان چې ځان د اسلامي نړۍ او هېوادونو مشر او سرلاری بولي، په دې قضیه کې ځان دومره غلی نیولی، لکه یا چې هېڅ نه وي شوي او یا هم څه چې کېږي له مسلمانانو سره نه کېږي. دوی ټول د لوی رب پر وړاندې سخت مسووله دي او دا پڅ دریځونه یې د جنایت د توجیه مانا لري.

    د دې ورهاخوا د اسلامي نړۍ نور اټومي او غیر اټومي هېوادونه او سازمانونو د غزې په مسئله کې مطلق پړ دي، د دوی اوسنی وضعیت د هاغه جنایت توجیه مانا لري چې هم تاریخ ته مخ توري او هم د لوی رب پر وړاندې سخت مسووله دي، د اخرت پر ورځ به یې له اوسنیو سستو او غلامو حکامو څخه سخته پوښتنه وشي.

    تر دې ورهاخوا په دې قضیه کې د اسلامي امارت په ګډون ځينې نور هېوادونه د فلسطینیانو ترڅنګ ولاړ وو او دي او د دوی درد او غم یې تل خپل بللی، خو له بده چې د وخت او جغرافیې جبر د دوی لاسونه د غزې خلکو ته د مرستې رسولو لپاره لنډ کړي دي.

    مخکینۍ مقالهایران ایر هوايي شرکت کابل ته په لومړي ځل خپلې الوتنې پیل کړې
    راتلونکي مقاله د امو حوزې تیل افغانستان د نورو هیوادونو له احتیاجه ژغوري

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلي…

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.