Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د غزې ښار د اشغالولو طرحې ته د ترکیې، بریټانیا، چین او ملګرو ملتونو غبرګون
    منځنی ختیځ

    د غزې ښار د اشغالولو طرحې ته د ترکیې، بریټانیا، چین او ملګرو ملتونو غبرګون

    عمران آغاعمران آغا8 اگست 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې د صهیونیستي رژیم د امنیتی کابینې له خوا د غزې ښار د بشپړ اشغال لپاره د نتنیاهو د طرحې له تصویبیدو وروسته ترکیې، چین، انګلستان او ملګرو ملتونو اندیښنه څرګنده کړې او د دغې طرحې د نه عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

    سرچینې د فرانسې اژانس په حواله لیکلي، چین نن (جمعه) د غزې ښار د اشغالولو لپاره د صهیونیستی رژیم د پلان په اړه «جدي اندیښنه» څرګنده کړې او پر یاد رژیم یې غږ کړی چې سمدستي خپل “خطرناک عمل” ودروي.

    ورته مهال د ترکیې بهرنیو چارو وزارت دغه پلان سولې او ټیکاو ته ګواښ بللی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی، چې د عملي کېدو د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.

    د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د دې پرېکړې موخه د فلسطینیانو جبري بې ځایه کول دي.

    په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د دغه پلان د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې او دا یې د عدالت د نړیوالې محکمې له حکم سره په ټکر کې بللی دی.

    له بلې خوا د بریټانیې لومړی وزیر کییر سټارمر د جمعې په سهار د غزې په اړه د صهیونیستي رژیم طرحه تېروتنه بللې او له صهیونیستي رژیم یې غوښتي چې له سره پرې غور وکړي.

    د سټارمر په وینا، د دې پروسې دوام به یوازې د وینې تویېدنې لامل شي او غزه کې د اوربند، د بشري مرستو زیاتوالی او دوه دولتي حل‌لاره به ستونزمنه کړي.

    د یادونې وړ ده، چې د صهیونیستي رژیم کابینې تیره شپه د یوې غونډې په ترڅ کښې د غزې ښار د بشپړ اشغال پلان تصویب کړ.

    مخکینۍ مقالهرویټرز: د امریکا لویې څارنوالۍ د وېنزوېلا د ولسمشر د نیولو لپاره ۵۰ میلیونه ډالره جایزه اعلان کړه

    مربوطه لیکنې

    د اسرائیلي رژیم کابینې د غزې ښار د اشغال طرحه تائید کړه

    8 اگست 2025

    بي‌بي‌سي انګلیسي: حماس غورځنګ لا هم خپلو ۳۰ زره دولتي کارکوونکو لپاره د نقدي معاش سیستم فعال ساتلی

    7 اگست 2025

    حماس غورځنګ د نړۍ د خلکو له لوري د غزې د روانې نسل وژنې پر ضد مبارزه ستايلې

    7 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 8 اگست 2025

    د غزې ښار د اشغالولو طرحې ته د ترکیې، بریټانیا، چین او ملګرو ملتونو غبرګون

    د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې د صهیونیستي رژیم د امنیتی کابینې له خوا…

    رویټرز: د امریکا لویې څارنوالۍ د وېنزوېلا د ولسمشر د نیولو لپاره ۵۰ میلیونه ډالره جایزه اعلان کړه

    8 اگست 2025

    د اسرائیلي رژیم کابینې د غزې ښار د اشغال طرحه تائید کړه

    8 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د غزې ښار د اشغالولو طرحې ته د ترکیې، بریټانیا، چین او ملګرو ملتونو غبرګون

    8 اگست 2025

    رویټرز: د امریکا لویې څارنوالۍ د وېنزوېلا د ولسمشر د نیولو لپاره ۵۰ میلیونه ډالره جایزه اعلان کړه

    8 اگست 2025

    د اسرائیلي رژیم کابینې د غزې ښار د اشغال طرحه تائید کړه

    8 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،996 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،931 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،949 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.