د جمهوریت پۀ لمن کې راټولو د شر او فساد ملګرو د ډالري معاشونو تر څنګ د وطن او ملت په خزانو پۀ نړیوال بازار کې د ځان او کورنۍ لپاره رنګینۍ اخیستې.
د جمهوریت پۀ ړنګوونه کې د ټولو هغو هېوادونو اتباع هم پۀ ډاګه شول چې پوره شل کاله یې د وطن پۀ پارلمان او وزارتونو کې دندې ترسره کولې.
دوی د افغانستان د ولس لۀ وینو او هډوکو رایستلې پیسې د خپلو بادارانو پۀ وطن کې پۀ بلند منزلو او ماڼیو لګولې چې اوس په هماغه ماڼیو کې د وطن د بربادۍ او افغان وژنې غونډې جوړوي.
د خیالي جبهو خیالي مشران د هېواد ورانوونې په تکل چې په پردیو دېرو څومره ګرځي که د دې په نیمایي هم د وطن د جوړولو هڅې یې کړې وای، نن به په بهر کې د سوال زارۍ، منتو او پردیو اجورې ته نه کښېناستل، خو د غلامۍ په پنجره کې لوی شوي خلک، کله د ازادۍ په خوند پوهېږي!؟
د شر او فساد نوي نسل ته هم د خپل پلارونو فکر ور پیچکاري شوی دی، دوی هم نه غواړي چې وطن دې اباد شي، دوی ته د بل تر لاس لاندې ژوند کول سکون او خوښي ورکوي، چې د همدې لپاره هر طاغوتي نظام ته وزرې وهي. دوی د پنجشیر زمرود څلور لسیزي مسلسل لیلام او یاد کانونه یې چور او په بادارانو په کم قېمت خرڅ کړل.
د میس عینک لوی کان ساتنه تر ۲۰۲۱ کال د شر او فساد ډلې دوه غړو جنرال یاسین ضیا او مسعود اندرابي کوله، چې له یاد کان یې تاریخي اثار غلا کول او په لوړ قېمت به یې پلورل.
دوی دا چور کله هېرولی شي، نن هم د قدرت او پیسو په نشه معتاد شوي د شر او فساد ډله له هرې لارې غواړي چې بیرته د وطن د خزانو لوټلو ته ځان را ورسوي.
مونږ من حیث افغانان په دې مکلف یو، چې د دې اشرارو او د شیطان د بندګانو اصل څهرې، ظلمونه او خیانتونه ولس ته بربنډ کړو، تر څو د وطن اصلي دښمنان وپېژني.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.