
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د فراه ولایت د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې او مسئولینو ته یې د چارو د ښه کیفیت په پار سپارښتنې شوې دي.
د یاد وزارت په وینا، د پلان له مخې د دې بند چارې په چټکۍ سره روانې دي تر څو په ټاکلي وخت ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.