Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د فساد امپراتور او د پرځېدلي جمهوريت تر سيورې لاندې اختلاس
    تورې څېرې

    د فساد امپراتور او د پرځېدلي جمهوريت تر سيورې لاندې اختلاس

    صابر افغانصابر افغان30 اپریل 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    که څه هم د پرځېدلي جمهوريت ټول جوړښتونه د فساد پر بنسټ ولاړ وو، خو ځینې چارواکي یې له نورو چالاک او زیات فرصت‌ طلبه وو. دوی پوهېدل چې په دې له فساد ډک نظام کې چې هر څومره په فساد کې ښکېل واوسې، هغومره به دې پښې ټینګې وي، ځکه یې نو هیڅ فرصت نه ضایع کاوه. د هغه وخت په سر لوڅ هېواد کې یې هر ځای چې لاس رسېده، پر فساد او اختلاس باندې هیڅ درېغ نه کاوه.

    د هغه وخت یوه مشهوره سیاسي څهره چې په فساد او اختلاس کې تر ډېره ککړه ګڼل کېږي، یونس قانوني و. نوموړی د پوهنې وزیر، د ولسمشر لومړی مرستیال او د ولسي جرګې رئیس پاتې شوی. قانوني نه تنها د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره د خپلې کورنۍ غړي پر مهمو څوکیو وټاکل، بلکې غلا، د ځمکو غصب او پراخ فساد یې همېشني کارونه وو.

    د قانوني د اختلاس پيل: د برهان‌ الدین رباني د واکمنۍ پر مهال، یونس قانوني د کورنیو چارو وزیر و. په همدې دوره کې یې له بدخشان څخه د قیمتي کاڼو له قاچاقچیانو سره همکاري پیل کړه، لومړی یې له دوی څخه پیسې اخیستې، خو وروسته یې له قاچاقبرانو سره مستقیم شراکت وکړ؛ دا یې د فساد پیل و، چې بیا یې تر پایه پورې پرېنښود.

    د خپل رهبر له نظره قانوني څوک و؟
    د بي بي سي یو خبریال وایي: یوه ورځ مې له احمدشاه مسعود سره مرکه لرل، هغه له فرهنګي شخصیتونو ګیله درلوده چې له ده سره همکاري نه کوي. ما له کړکۍ بهر وکتل، یونس قانوني مې له څو کسانو سره ولید، چې په خبرو بوخت و. ما مسعود ته وویل: دا هم ښه ده چې قانوني غوندې کسان له تاسو سره کار کوي. مسعود غوسه شو او ویې ویل: دا هماغه کس دی چې ټول افغانستان د یو ډالر په بدل کې خرڅوي.

    د فساد پراخیدل: د بُن تر ننګین کنفرانس وروسته په کابل کې د امريکايانو له لورې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د موقت حکومت کابینه رامنځ ته شوه، يونس قانوني د کابینې د غړو په کتار کې د پوهنې وزیر په حيث وټاکل شو او له همدې ځايه یاد وزارت مافيايي او په فساد کې ډوب شو.

    که څه هم هغه وخت رسنیو د لوړ پوړو چارواکو فساد نه شوای را برسېره کولای، خو بیا هم اسناد شته چې ښيي قانوني په میلیونونو ډالر غبن کړی. ځینې بېلګې یې دا دي:

    د معارف وزارت پر مهال د فساد بېلګې:
    ۱. له دولتي بوديجې څخه یې ۲۵ میلیونه ډالر واخیستل او د کاغذ پر مخ یې سلګونه داسې ښوونځي جوړ کړل، چې فزیکي شتون یې اصلاً نه درلود.
    ۲. د عائشه دُرانۍ لیسې د بیا رغونې لپاره یې درې میلیونه یورو ترلاسه کړل، خو یواځې یو لک یورو مصرف شوي وو. د باختر اژانس د يوه پخواني خبريال له قوله، يونس قانوني د معارف وزارت پر مهال په کابل کې د عائشه دُرانۍ لیسې د بیا رغونې لپاره درې میلیونه يورو له بهرنیو ډونرانو څخه ترلاسه کړل، چې د لیسې تر بيا رغونې وروسته زمونږ خبريالانو يو ټیم پر يادې لیسې د شويو مصارفو په اړه تحقيقي څیړنه ترسره کړه او معلومه شوه چې د يادې لیسې پر بیا رغونه تنها یو لک يورو مصرف شوې او نورې ټولې پيسې یونس قانوني په بډه وهلې دي.
    ۳. د ښوونکو معاشونه له نامعلومو لارو د قانوني بانکي حساب ته لېږدول کېدل.
    ۴. تعلیمي توکي له بهرنیو مؤسسو څخه اخیستل کېدل، خو بازار ته وړل کېدل او هلته پلورل کېدل.
    ۵. نژدې ټولې تعليمي پروژې او قراردادونه د يونس قانوني خپلو کسانو او شرکتونو ته ورکول کېدل او له دې لارې د ملت بې حسابه پيسې د قانوني شخصي جیب ته تللې.

    نور اختلاسونه او جایدادونه:
    یونس قانوني د وزارت له دورې وروسته هم خپلو غلاوو ته دوام ورکړ. په ۲۰۱۱م کال کې د «نیویارکر» ورځپاڼې راپور ښيي چې نوموړي له کابل بانک څخه د ټاکنیز کمپاین لپاره میلیونونه افغانۍ ترلاسه کړې وې. سربېره پر دې، په خیرخانه کې یې پراخې دولتي او شخصي ځمکې هم غصب کړې وې.

    د قانوني ځینې شتمنۍ:
    ۱. د کابل په وزیر اکبر خان او شېر پور کې لوکس کورونه.
    ۲. په دوبۍ، استانبول او اروپايي هېوادونو کې اپارتمانونه.
    ۳. په خصوصي پوهنتونونو، روغتونونو او کمپنیو کې شراکت یا مالکیت.

    پورته یادې شوې بیلګې یواځې هغه فسادونه دي چې اسناد یې افشاء شوي، خو اصلي فساد تر دې هم ژور او پراخ دی. د نوموړي د فساد‌ له دې ارقامو د ده د خورا لويو اختلاسونو او غلاګانو اټکل کېدلی شي. قانوني نه تنها په هغه وختونو کې د غلاوو په برخه کې ماهر و، بلکې اوس هم له نړۍوالو څخه د ډالرو د پرېکولو لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت ضد خيالي جبهاتو کې غورځې پرځې کوي او په دې هڅه کې دی چې له دې لارې ډالري بسپنه ترلاسه او بیا يې غبن کړي.

    د فساد او اختلاس تر وزرو لاندې جمهوري نظام کې يواځې یونس قانوني نه و، سلګونه قانونیان وو، بلکې يو له اختلاس او فساده ډک سیسټم و، چې د ملت پر ښارګونو یې داړې ښخې کړې وې، نه يې ملي شتمني پرېښوده او نه هم خپلو بادارانو ته وفادار پاتې شول، هرڅه یې د خپلو شخصي جېبونو لپاره ګڼل او لوټل يې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهخیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ بدې ورځې؛ پاکستاني طالبانو ترې څلور تنه ژوندي بیولي
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    شخصي تقدس‌ پالنه او که د ملي حافظې تحریف؛ د خلکو په وړاندې د امرالله صالح چل او دروغ

    1 جون 2025

    د یوه متنازع شخصیت د میراث ارزونه؛‌ احمدشاه مسعود د ملت، تاریخ او استخباراتي لوبو په هینداره کې

    31 مې 2025

    په سیمه ییزو مسایلو کې د مخالفو ډلو بې ثباته او نا څرګند دریځونه

    29 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 جون 2025

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    د بلوڅو بېلتونپالې ډلې (BLF) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، وسله‌والو یې د…

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.