ټاکل شوې نن په کابل کې د حماس اسلامي غورځنګ د سياسي مشر شهيد اسماعيل هنيه د شهادت په اړه د فلسطين ولس سره د غمشریکۍ او د شهيد هنيه روح ته د دعا او ختم مراسم ترسره شي.
په يوه خپره شوې خبرتيا کې راغلي: د کابل مؤمن او متدین ولس، له مجاهد فلسطیني ولس سره د اقصی د ازادۍ د مخکښ او پېژندل شوي سالار اسماعیل عبدالسلام هنیه د شهادت په مناسبت، د غمرازۍ شریکولو په هدف غواړي نن یکشنبه د محرم الحرام په نهه ویشتمه د کابل ښار په عیدګاه جامع مسجد کې، د ماسپښين له لمانځه وروسته متصل، د قرآن کریم ختم، فاتحه او دعا وکړي.
په خپره شوې خبرتيا کې له ټولو مسلمانانو څخه په دې بابرکته مجلس کې د ګډون هیله شوې.