د فلسطین د علماوو ټولنې پر ټلګرام د یوې اعلامیې په خپرولو سره، تحریر الشام او د سوریې وګړو ته د دغه هېواد د لویو ښارونو د فتحې مبارکي ورکړې او ویلي یې دي؛ تحریر الشام د بشار الاسد رژیم په نسکورولو سره د مؤمنانو زړونه یخ کړل.
د یادونې وړ ده چې د تحریر الشام تر مشرۍ لاندې اسلامي ډلو د بشار الاسد د رژیم پر وړاندې په حیرانوونکي ډول مشترک عملیات پیل کړ او له تمې سره سم یې د بشار الاسد رژیم نسکور او نن سهار د دغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل.