Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د فکري سنګر مبارزين کامیاب او بریمن دي!
    لیکني

    د فکري سنګر مبارزين کامیاب او بریمن دي!

    عمران آغاعمران آغا22 جون 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: منصور أحرار

    په معاصره نړۍ کې ټول کفار، یهود، نصاری او پلویان یې لګیا دي چې د حق اواز چپ کړي، خپل باطل اواز ته هوا ورکړي او تر ډېره یې ورسوي؛ دوی د دې باطل هدف لپاره په میلیونونو پیسې مصرف کوي او حتی د دې لپاره یې ځانګړي کسان ګمارلي دي چې د پیسو په مقابل کې د مسلمانانو اواز چپ کړي او خپل باطل اواز لوړ کړي.

    د دوی موخه او هدف دا دی چې مسلمانان د خپل دین، مذهب، کلتور او د اسلام له تګلارې څخه غافل کړي او خپله اغزنه لاره پرې وتپي، تر څو مسلمان قشر او ځوانه ټولنه د ګمراهي لور ته سوق کړي، او د دې کار لپاره ځینو غولېدلو ته د میاشتې سلګونه ډالر تنخوا ورکوي.

    دا چې د مسلمانانو سره الله رب العزت د نصرت وعده کړې ده، نو د کافرانو او د هغوی د پلویانو د مالونو مصرف بې ځایه دی، وخت یې ضایع دی، بری نشي ترلاسه کولای، بلکې دنیا یې خرابه او آخرت یې برباد دی، ځکه د دې ټولو هلو ځلو سربېره به جهنم ته ځي او اخېري پایله یې پښېماني ده.

    د دوی په هکله الله جل جلاله په خپل کلام کې فرمايي: إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ. (سورة الانفال ٣٦).
    ژباړه: كومو خلكو چې د حق له منلو څخه انكار کړی دى، هغوى خپلې شتمنۍ د الله له لارې څخه د منع كولو لپاره لګوي او اوس به یې لا زيات لګوي؛ خو په پاى کې به (د دوی) همدا هلې ځلې، د هغوی لپاره د پښېمانتيا سبب وګرځي، بيا به هغوى مغلوب وي، بيا به دا كافران د دوزخ لوري ته محاصره شوي ورشي.

    کله چې په دنيا کې مغلوب، مقهور او په آخرت کې معذب شي، نو د افسوس او حسرت له امله به خپلې ګوتې چيچي، چې مال مو هم له لاسه ووت او برى مو هم په برخه نه شو، لکه چې لومړی په (بدر) کې او بيا په (اُحد) او نورو غزاګانو کې د کفارو ټول مالي او جسماني قوتونه مصرف شول، او هېڅ ګټه يې په لاس ورنغله او بالاخر هلاک يا د رسوايي په حال کې له کفره توبه ګار شول.

    الله رب العزت بیا فرمایي: قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ يَنْتَهُوا يُغْفَرْ لَهُمْ مَا قَدْ سَلَفَ وَإِنْ يَعُودُوا فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ الْأَوَّلِينَ. (سورة الانفال ٣٨).
    ژباړه: [اې پېغمبره!] دې كافرانو ته ووايه: كه اوس هم را واوړي، نو څه چې مخکې شوي دي له هغو څخه به تېرېدنه ورته وشي؛ خو كه دوى هماغه مخكينی چلند بيا تكرار کړي، نو له پخوانيو قومونو سره چې څه شوي دي، هغه ټولو ته ښكاره دي.

    يعنې که اوس هم له کفر، طغيان او د اسلام له عداوت څخه لاس واخلي او د حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم اطاعت اختيار کړي نو د کفر په حالت کې څه ګناه او معاصي چې دوى کړي دي هغه ټولې ورمعافېږي (الاسلام يهدم ما کان قبله)، هو! حقوق العباد به نه ورمعافېږي، ځکه چې د هغو مسئله خو جدا ده.

    لکه څرنګه چې د پخوانيو رسولانو عليهم السلام له تکذيب او عداوت څخه خلک تباه شوي دي؛ همدارنګه په دوى به هم تباهي راځي، يا دا مطلب دى لکه څنګه چې په (بدر) کې د دوى نورو خپلوانو ته سزاء ورکړل شوه، دوى ته به هم همداسې سزاء ورکړل شي.

    د اسلام او مسلمانانو د اواز پورته کولو لپاره الله تعالی داسې ځوانان پیدا کړي دي چې په هر حالت کې د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته په فکري او قلمي سنګر کې چمتو ناست دي، د کافرانو او د هغوی د پلویانو هره دسیسه په نطفه کې شنډوي؛ هره هیله، ارمان او پلان یې له خاورو سره خاورې کوي.

    مسلمان قلموال، د قلمي او فکري سنګر مبارزين کامیاب او بریمن دي، دوی ته الله تعالی په دنیا کې نصرت په برخه کوي او په آخرت کې جنت ورکوي؛ ناکامي او خجالت خو د هغوی په برخه دی چې د اسلام او مسلمانانو په مقابل کې هر قسمه ناکامه حربه په کار اچوي، دوی لکه څرنګه چې اوس ذلیل دي، همداسې به په آخرت کې هم شرمنده او رسوا وي.

    مخکینۍ مقالهفراه کې د اوبو رسولو دوې شبکې جوړېږي
    راتلونکي مقاله د دوحې درېیمه ناسته؛ پر مهمو مسایلو د بحث لپاره غوره فرصت!

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    16 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

    20 جولای 2025

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.