Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د فکري سنګر مبارزين کامیاب او بریمن دي!
    لیکني

    د فکري سنګر مبارزين کامیاب او بریمن دي!

    صابر افغانصابر افغان23 جون 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: منصور أحرار

    په معاصره نړۍ کې ټول کفار، یهود، نصاری او پلویان یې لګیا دي چې د حق اواز چپ کړي، خپل باطل اواز ته هوا ورکړي او تر ډېره یې ورسوي؛ دوی د دې باطل هدف لپاره په میلیونونو پیسې مصرف کوي او حتی د دې لپاره یې ځانګړي کسان ګمارلي دي چې د پیسو په مقابل کې د مسلمانانو اواز چپ کړي او خپل باطل اواز لوړ کړي.

    د دوی موخه او هدف دا دی چې مسلمانان د خپل دین، مذهب، کلتور او د اسلام له تګلارې څخه غافل کړي او خپله اغزنه لاره پرې وتپي، تر څو مسلمان قشر او ځوانه ټولنه د ګمراهي لور ته سوق کړي، او د دې کار لپاره ځینو غولېدلو ته د میاشتې سلګونه ډالر تنخوا ورکوي.

    دا چې د مسلمانانو سره الله رب العزت د نصرت وعده کړې ده، نو د کافرانو او د هغوی د پلویانو د مالونو مصرف بې ځایه دی، وخت یې ضایع دی، بری نشي ترلاسه کولای، بلکې دنیا یې خرابه او آخرت یې برباد دی، ځکه د دې ټولو هلو ځلو سربېره به جهنم ته ځي او اخېري پایله یې پښېماني ده.

    د دوی په هکله الله جل جلاله په خپل کلام کې فرمايي: إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ. (سورة الانفال ٣٦).ژباړه: كومو خلكو چې د حق له منلو څخه انكار کړی دى، هغوى خپلې شتمنۍ د الله له لارې څخه د منع كولو لپاره لګوي او اوس به یې لا زيات لګوي؛ خو په پاى کې به (د دوی) همدا هلې ځلې، د هغوی لپاره د پښېمانتيا سبب وګرځي، بيا به هغوى مغلوب وي، بيا به دا كافران د دوزخ لوري ته محاصره شوي ورشي.

    کله چې په دنيا کې مغلوب، مقهور او په آخرت کې معذب شي، نو د افسوس او حسرت له امله به خپلې ګوتې چيچي، چې مال مو هم له لاسه ووت او برى مو هم په برخه نه شو، لکه چې لومړی په (بدر) کې او بيا په (اُحد) او نورو غزاګانو کې د کفارو ټول مالي او جسماني قوتونه مصرف شول، او هېڅ ګټه يې په لاس ورنغله او بالاخر هلاک يا د رسوايي په حال کې له کفره توبه ګار شول.

    الله رب العزت بیا فرمایي: قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ يَنْتَهُوا يُغْفَرْ لَهُمْ مَا قَدْ سَلَفَ وَإِنْ يَعُودُوا فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ الْأَوَّلِينَ. (سورة الانفال ٣٨).ژباړه: [اې پېغمبره!] دې كافرانو ته ووايه: كه اوس هم را واوړي، نو څه چې مخکې شوي دي له هغو څخه به تېرېدنه ورته وشي؛ خو كه دوى هماغه مخكينی چلند بيا تكرار کړي، نو له پخوانيو قومونو سره چې څه شوي دي، هغه ټولو ته ښكاره دي.

    يعنې که اوس هم له کفر، طغيان او د اسلام له عداوت څخه لاس واخلي او د حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم اطاعت اختيار کړي نو د کفر په حالت کې څه ګناه او معاصي چې دوى کړي دي هغه ټولې ورمعافېږي (الاسلام يهدم ما کان قبله)، هو! حقوق العباد به نه ورمعافېږي، ځکه چې د هغو مسئله خو جدا ده.

    لکه څرنګه چې د پخوانيو رسولانو عليهم السلام له تکذيب او عداوت څخه خلک تباه شوي دي؛ همدارنګه په دوى به هم تباهي راځي، يا دا مطلب دى لکه څنګه چې په (بدر) کې د دوى نورو خپلوانو ته سزاء ورکړل شوه، دوى ته به هم همداسې سزاء ورکړل شي.

    د اسلام او مسلمانانو د اواز پورته کولو لپاره الله تعالی داسې ځوانان پیدا کړي دي چې په هر حالت کې د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته په فکري او قلمي سنګر کې چمتو ناست دي، د کافرانو او د هغوی د پلویانو هره دسیسه په نطفه کې شنډوي؛ هره هیله، ارمان او پلان یې له خاورو سره خاورې کوي.

    مسلمان قلموال، د قلمي او فکري سنګر مبارزين کامیاب او بریمن دي، دوی ته الله تعالی په دنیا کې نصرت په برخه کوي او په آخرت کې جنت ورکوي؛ ناکامي او خجالت خو د هغوی په برخه دی چې د اسلام او مسلمانانو په مقابل کې هر قسمه ناکامه حربه په کار اچوي، دوی لکه څرنګه چې اوس ذلیل دي، همداسې به په آخرت کې هم شرمنده او رسوا وي.

    مخکینۍ مقالهپروان کې دوه تنه اوبو ډوب کړي او مړه شوي.
    راتلونکي مقاله بهرنیو چارو وزارت د نیکاراگوا د غیر مقیم سفیر له اعلان هرکلی کړی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،898 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،893 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.