Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د قوش تيپې کانال پر مسير ۵۸ لرغونې سیمې تثبیت شوي دي
    افغانستان

    د قوش تيپې کانال پر مسير ۵۸ لرغونې سیمې تثبیت شوي دي

    صابر افغانصابر افغان1 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دو شنبه / د وري ۱۳ مه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ریاست مسولین وایي، چې د قوش تیپې کانال په مسیر په بلخ او جوزجان ولایتونو کې ۵۸ لرغونې سیمې تثبیت کړي دي.

    د لرغون پیژندې رئیس ذبیح الله سادات وایي: “د دې رياست مسلکي پلاوي بلخ او جوزجان ولايتونو ته د سفر په ترڅ کې د بلخ ولايت د کلدار، دولت آباد، نهر شاهي او چاهي ولسواليو او د جوزجان ولايت د مرديان او آقچې ولسواليو کې د قوش تيپې کانال پر مسير ۵۸ لرغونې سيمې تثبیت کړي دي”.

    د نوموړي په وينا؛ د سروې کارونه د کانال له صفري نقطې شروع شول، چې د کانال په اوږدوالي په ۱۲۸ کيلومترۍ او په عرض يې د سيمې د جغرافيوي موقعيت، نوعيت او څرنګوالي او د کانال د دواړو اړخونو په اراضۍ سره ادامه درلوده، چې په ياده فاصله کې د کلدار، نهرشاهي، دولت آباد او چاهي ولسواليو اړوندو سيمو کې ۵۵ لرغونې سيمې تثبیت شوې.

    ښاغلي سادات زياته کړه؛ د ملي پراختيا شرکت د پلان له مخې په دویمه مرحله کې د ياد کانال د دويمې برخې د کيندنې چارې له ۱۰۸ کيلومترۍ څخه شروع او په ۲۰۸ کيلومترۍ خلاصيږي، چې د همدې شرکت په لارښوونه به يې له پلان او نقشې سره سمې چارې مخته ځي.

    هغه وایي، چې د بلخ ولايت د چاهي ولسوالۍ یوه برخه او پاتې يې د جوزجان ولايت په مرديان، خانقاه، آقچه او دوکوه ولسواليو کې کيندل کيږي، د ياد شرکت په غوښتنه د لرغون پېژندنې مسلکي هیئت د سروې په نتيجه کې په یادو ولسواليو کې هم ۳ لرغونې سيمې تثبیت شوي دي، چې د قوش تيپې کانال په مسير تر دې دمه د ټولو پېژندل شويو لرغونو سيمو شمېر ۵۸ ته رسيږي.

    مخکینۍ مقالهننګرهار: د کانال ریاست مسؤلین وایي، چې په راتلوونکو درېیو کلونو کې به دغه ولایت د غنمو له پلوه ځان بساینې ته ورسېږي
    راتلونکي مقاله د گلبهار د سمنټو ودانۍ جوړولو کار سبا پیلېږي

    مربوطه لیکنې

    ‏لوګر کې د اسلامي او یوناني-باختري پېر ۲۷ لرغوني سیمې کشف شوې

    10 جنوري 2026

    افغان او ایراني چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

    10 جنوري 2026

    مولوي نوراحمد نور نوي ډیلي کې د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه دنده پیلوي

    10 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جنوري 2026

    ‏لوګر کې د اسلامي او یوناني-باختري پېر ۲۷ لرغوني سیمې کشف شوې

    د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې لوګر ولایت مرکز پل علم، څرخ، برکي‌برک، خروار،…

    افغان او ایراني چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

    10 جنوري 2026

    ټرمپ: وینزویلا د امریکا له لویو نفتي شرکتونو سره د همکارۍ هوکړه کړې

    10 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏لوګر کې د اسلامي او یوناني-باختري پېر ۲۷ لرغوني سیمې کشف شوې

    10 جنوري 2026

    افغان او ایراني چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

    10 جنوري 2026

    ټرمپ: وینزویلا د امریکا له لویو نفتي شرکتونو سره د همکارۍ هوکړه کړې

    10 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،049 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.