د ملي پراختیا شرکت ساحوي انجینران وایي، د قوش تېپې کانال د سربند رغنیزې چارې ۵۵ سلنه پر مخ تللي چې د روان کال ترپایه به بشپړې او عملآ به له امو سیند څخه کانال ته د اوبو راګرځولو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ملي پراختيا شرکت تخنیکي او فني انجینران وایي، د یاد سربند چارې چې کابو یو کال وړاندې پیل شوې وې، دمګړۍ یې چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې، چې د روان کال ترپایه پورې به بشپړې شي.
د قوش تېپې کانال ساحوي مسوول سید ذبیح الله امیري وایي، دغه سربند ټولټال د اوبو ۱۴ کنټرولوونکې دروازې او یوه لویه کاسه لري او د چارو په بشپړېدو سره به یې هغه اندازه اوبه کانال ته راماتې شي، چې د آمو په سیند کې د افغانستان حق دی.
د قوشتېپې ستر کانال چې په دريوو فازونو کې به بشپړ شي د هېواد په شمال کې د اوبو تر ټولو ستر کانال ده چې په ګټې اخيستنې سره به یې ميليونونه هکټاره شاړه ځمکه اباده او کښت ته اماده شي.