نظام الدین قیصاري چې د عبدالرشید دوستم د جنبش غړی ؤ او د فاریاب ولایت، د قیصار ولسوالۍ د امنیه قومندان په توګه یې هم دنده اجراء کړې ده، د بغاوتګرو تر منځ مطرح څهره وه.
قیصاري د ارګ او دوستم تر منځ په ناندریو کې شهرت وموند؛ د پرځېدلي جمهوریت پر مهال نوموړي ته یو لړ ستونزې جوړې شوې، چې له امله یې په بلخ ولایت کې کور محاصره او اووه تنه ساتونکي یې د پولیسو له لوري و وژل شول، مګر قیصاري په تېښته بریالی شو.
نظام الدین قیصاري چې په چریکې جګړو کې هم تجربه لري، د احمد مسعود په مشرۍ له شر او فساد جبهې سره پوره شناخت لري؛ وایي، که احمد مسعود او ضیاء مسعود ته د جمعیت ګوند هومره پراخ امکانات هم برابر شي، بیا هم د طالبانو په وړاندې ناکام دي. نوموړی له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وایي چې امرالله صالح خپله غل دی؛ پر احمد مسعود راټول او شاوخوا خلک ټول غله دي، خلک څنګه پر دغه کسانو باور وکړي!؟
قیصاري د احمد شاه مسعود او د ده د کورنۍ پر بېکفایتۍ او له ولس سره یې ناوړه چلند ته عادي کتنه وکړه؛ خو د هغوی د فساد، اختناق، ظلم او استکبار لوی – لوی داستانونه پراته دي، چې یواځې یې یوې مهمې نقطې ته تم شو، هغه دا چې شر او فساد جبهه د خپلې بدې سابقې له امله ناکامه ده. قیصاري په همدې مرکه کې ویلي، ممکن له دوی ولس خفه وي، که دوی ته لوی امکانات په لاس هم ورشي، د طالبانو په وړاندې هیڅ نشي کولای.
قیصاري درک کړې، چې شر او فساد جبهه ښه مخینه نه لري؛ د مثال په توګه ځینې موارد وړاندې کوو، لکه د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس کرام الدین کرام، چې پر ښځینه فوټبالرانو یې جنسي تېری وکړ، بیا یې پنجشېر کې شر او فساد ډلې ته پناه یووړه، لویه څارنوالي، جرایم سنګین، محاکم او لويي امنیتي ادارې په دې ونه توانیدلې، چې له کرام الدین کرام سره حساب وکړي. شر او فساد د لېوانو ډله، د بدمعاشانو جزیره او د مجرمینو د پناه اخیستلو لپاره جوړ ادرس ؤ.
همدا ډول حسیب قوای مرکز، چې په کابل کې یو مشهور قطاع الطریق او باجګیر و، د شهرنو له هټیوالو یې باج اخیسته، سوداګر او د هغوی د کورنۍ غړي به یې اختطاف کول او په بدل کې به یې پیسې غوښتې؛ کله چې د حسیب قوای مرکز شکایت تر امنیت شوری ورسېده او د ولس چیغي هم له رسنیو خپرې شوې، بسم الله خان او امرالله صالح؛ حسیب قوای مرکز په الوتکه کې تر پنجشېر خوندي ورساوه.
د کابل پُل سوخته د جمعیت ګوند او مسعودخېلو لپاره د پوډرو د کاروبار په بهترین مارکیټ باندې بدل شوی و؛ د پُل سوخته کتاب لیکوال نستوه نادري وايي، پُل سوخته ته هغه لنډکروزر او تورو ښیښو والا موټرو پوډر راوړل، چې د مسعودخېلو نازولي کسان به پکې ناست وو او د احمد شاه مسعود انځورونه به یې پر تورو ښیښو سریښ کړي وو، دوی په امنیتي سکتور کې لويي دندې هم لرلې.
دا د قیصاري د هغو خبرو د تفصیل څو مستندې بېلګې وې، چې د شر او فساد عاملین ښه مخینه نه لري او ولس ته د منلو نه دي، نو ځکه یې څوک پاڼه نه اړوي. ټول حرفوي غله او اختطافګر د مسعودخېلو د دسترخوان خلک وو، ځکه خو یې ټولو واقعیت درک کړی دی او له شر او فساد څخه تښتي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.