Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د لاجوردو لار؛ اروپا سره د افغانستان د نښلولو تر ټولو لنډه لار
    لیکني

    د لاجوردو لار؛ اروپا سره د افغانستان د نښلولو تر ټولو لنډه لار

    صابر افغانصابر افغان2 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره اوونۍ ترکمنستان ته تللی و او هلته یې له بېلابېلو ترکمن چارواکو سره لیدنې درلودې.

    سره له دې چې دغه سفر ډېر اړخونه او موخې درلودې، خو امیر خان متقي له ترکمن چارواکو سره خبرو او خبري کنفرانسونو کې د لاجوردو لارې یادونه هم کړې،‌ متقي ویلي چې د لاجوردو لارې پروژې باندې کار کېږي او په بشپړېدو سره به یې د افغانستان سوداګریز توکي اروپایي بازارونو ته ورسیږي.

    لاجوردو لاره د ورېښمو تاریخي سوداګریزې لارې یوه برخه ده، د ورېښمو لارې شاوخوا دوه زره کاله اسیا او اروپا سره تړلي وو، د چین ورېښم به د منځنۍ اسیا له لارې اروپایي بازارونو ته رسیدل.د لاجوردو لار ته بیا دغه نوم ځکه ورکړل شوی چې د افغانستان د بدخشان لاجورد پرې اروپا ته تلل.د لاجوردو لاره افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې له اروپا سره نښلوي.

    دغه لاره د سړکونو او رېل ګاډي له لارې افغانستان له اروپا سره نښلوي.په ۲۰۱۲ کال کې په لومړي ځل د سیمې د هېوادونو تر منځ په دې اړه خبرې وشوې او په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان یو شمېر توکي ترکیې ته ورسېدل.

    اوس په افغانستان کې د نوي حکومت له راتلو، د امنیتي او نورو ستونزو له حل وروسته بیا هیله مندي شته چې لاجوردو لاره به بیا فعاله او افغانستان به وکولی شي چې خپل توکي اروپا ته په اسانه او ارزانه ورسوي.افغانستان په سوداګرۍ کې تر ډېره په پاکستان متکي پاتې شوی او د کراچۍ بندر له لارې د ډېرو ستونزو سربېره خپل توکي اروپا ته لېږدوي.

    د کراچۍ بندر له لارې شل ساعته وخت ته اړتیا ده چې د افغانستان توکي اروپا ته ورسېږي، خو لاجوردو لار یوازې شپاړلس ساعته وخت نیسي.

    د لاجوردو لارې فعالېدو ګټه افغان سوداګرو ته رسیږي، چې کولی شي خپل توکي په لنډ وخت کې او له ستونزو پرته صادر یا وارد کړي، د افغان حکومت اقتصاد محوره پالیسۍ او هڅو ته په کتو خوشبیني شته چې ژر به له دغې لارې افغانستان اروپایي بازارونو ته لاره ومومي.

    مخکینۍ مقالهجینواکال نړیواله موسسه: د افغان حکومت مثبت ټکي به نړیوالو سره شریک کړو
    راتلونکي مقاله ننګرهار: اوه تنه د نشه یي توکو قاچاق کوونکي نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.