د راپورونو له مخې، د لبنان حزب الله ډلې پر صهیونیستی رژیم پر اهدافو ۲۳ بریدونه ترسره کړي، چې پکې د یاد رژیم پوځي اډې او ميرکافا ټانکونه په نښه شوي دي.

صهیونیست رژیم دا بريدونه خطرناک بللي او ویلي یې دي چې دوی د حزب الله ځواک په اړه ناسم اټکل کړی و او د دومره سختو بریدونو تمه یې نه لرله.

د حزب الله مشر نعيم قاسم ويلي چې دوی د اوربند تړون ته ژمن پاتې شوي، خو اسرائيل ۱۰ زره سرغړونې کړې چې له امله یې ۵۰۰ کسان وژل شوي او زیات شمېر نور ټپيان دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې صهیونیستي رژیم د “لوی اسرائيل” جوړولو پلان لري او له همدې امله يې د امريکا او اسرائيل پر وړاندې بېرته جګړه پيل کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version