د لبنان حکومت د رسمي شمېرو له مخې د حزب الله او اسرائیلو تر منځ د څه باندې یو کلنې جګړې له امله په دغه هېواد کې نږدې څلور زره کسان وژل شوي، نږدې ۱.۲ میلیونه وګړي بې ځایه شوي او سل زره کورونه ویجاړ شوي دي.
د لبنان حکومت د ارزونو له مخې د دغه هېواد د ناخالصو عوایدو په کچه کې ۶.۶ سلنه کموالی راغلی، له ۱۵ تر ۲۰ ملیارده ډالرو په ارزښت یې اقتصادي سکتور او همدارنګه یې د کرهنې سکتور تر ۱.۲ ملیارده ډالرو پورې زیانونه لیدلي دي.
دغې جګړې صهیونیستي اسرائیلو ته هم درانده زیانونه اړولي، تر زرو پورته پوځیان یې وژل شوي لسګونه ټانګونه او پوځي وسایط یې له منځه تللي او د حزب الله د ډرون او توغندیزو بریدونو له امله د دغه هېواد له شمال څخه سلګونه زره کورنۍ تېښتې ته اړ کړل شوې دي.
د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ د لبنان په جنوب کې نږدې ۱۴ میاشتې جګړه روانه وه، چې د امریکا په منځګړيتوب په لنډ مهالې اوربند سره پای ته رسېدلې ده.