صهيونيستي اسراییلو پرون د حزبالله یو بل جګپوړی قوماندان د پلازمېنې بیروت په جنوب کې په یوه هوايي بريد کې وژلی.
د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې صهيونيستي اسراییلي پوځ په یوه بیانيه کې ويلي چې عقیل د حزبالله ډلې د پوځي څانګې مهم مشر و او په عین حال کې یې د رضوان په نوم د دې ډلې د ځانګړي ځواک مشري هم په غاړه درلوده.
د فرانس پريس راپور همدا راز زياتوي چې د صهيونيستي اسراييلو الوتکې پرون ناوخته څه باندې ۹ کيلومټره د لبنان خاورې ته ننوتلي او بيا یې بمبارد کړی چې، په پايله کې یې عقیل د حزبالله له ۱۰ نورو جګپوړو پوځي قوماندانانو سره یوځای وژل شوی دی.
د صهيونيستي اسراییلو او حزب الله ترمنځ جګړه وروسته له هغې ډېره شوه، چې د حزبالله د مخابرې په وسایلو کې چاودنو ۳۷ کسان ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل، چې په ځواب کې یې حزب الله په اسراییلو پراخ توغنديز بريدونه ترسره کړل.
که څه هم د لبنان په پروني برید کې د اسراییلو الوتکې ښکاره تثبيت شوې دي خو بيا هم؛ صهيونيستي اسراییلو تر اوسه د دې پېښې مسوليت نه رد کړی او نه هم تایید کړی.