
د افغانستان کرکټ بورډ لهخوا کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې د «لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اېکسبول جام» سیالۍ پیل شوې.
د معلوماتو لهمخې، د شپږیزې کرکټ په دې پړاو کې به د سپینغر پړانګان، آمو نهنګان، بست ساتونکي، مسعینک اتلان او بند امیر ښاماران لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ څخه د خپرو شویو معلوماتو لهمخې، د یاد لیګ د لسم پړاو لوبې نن سهار نهه بجې د دفاعي اتلې امو نهنګان او بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
ټاکل شوې، په دویمه لوبه کې نن له غرمې وروسته سپین غر پړانګان او د مسعینک اتلان سره مخامخ شي.