د پاکستاني حکومت پر وړاندې جنګېدونکې ډلې لشکر اسلام غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ځواکونو یې د خیبر ولسوالۍ تیرا سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی، چې په ترڅ کې یې یو پوځي هلاک شوی دی.
لشکر اسلام غورځنګ، چې د پاکستاني حکومت پر وړاندې د مبارزې سابقه لري، په وروستیو کې یې ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال شوي.
دوی پاکستاني پوځي اهداف په نښه کوي چې له امله یې ډېر کله پاکستاني پوځیان له ځاني او مالي زیانونو سره مخامخ کېږي.