Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د لطیف پدرام شړېدلې نسخه؛ په افغان ملت تمسخر او ملنډې
    لیکني

    د لطیف پدرام شړېدلې نسخه؛ په افغان ملت تمسخر او ملنډې

    عمران آغاعمران آغا18 اپریل 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    حامد کرزي، د هغه وخت تش په نوم ولسمشر، د ۱۳۹۱ لمریز کال د لړم پر ۱۳مه، چې د ۲۰۱۲ میلادي کال د نومبر له ۳مې سره برابره ده، د شنبې په ورځ د هېواد له یو شمېر چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو له مسؤلینو، د سیاسي، نظامي، ټولنیزو او اقتصادي چارو له شنونکو، بې‌طرفه او با طرفه منتقدینو سره لیدنه وکړه.

    کرزي وویل: تاسو کولای شئ زما حکومت او دولتي ادارو باندې په آزاده توګه نیوکه وکړئ! خو باید د خلکو روان ته زیان ونه رسېږي.

    کرزي وویل: «ښه غوږ ونیسئ، د ۲۰۰۹م کال د انتخاباتو په یوه ورځ، کای آیده راغی او غوښتل یې چې تنها له ما سره وګوري، بهرنیانو نه غوښتل چې د انتخاباتو پایلې اعلان شي. کای آیده ښه سړی و، خو د امریکا او نورو تر فشار لاندې و. غوښتل یې یوازې خبرې وکړو، ما ونه منله او ورته ومې ویل: چې باید سپنتا، چې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر و، یا زلمی رسول، چې د ملي امنیت سلاکار و، حاضر وي. زلمی رسول حاضر و. کای آیده وویل: چې د امریکا، انګلستان او فرانسې پیغام یې راوړی، او هغه دا دی: تا خو ۵۱.۷٪ رایې ګټلې دي او یا ۴۹.۶٪.»

    زیاتوي چې: «ما ورته وویل که رایې حساب شوې وي، نو څنګه ممکنه ده، چې دوه بېلابیلې شمېرې ولري؟ کای آیده وویل: دا پخپله تا پورې اړه لري، چې له لوېدیځ سره موافق یې که نه؟ او آیا ته د اجرائیه ریاست ټاکنه منې که نه؟ که یې ومنې، ۵۱.۷٪ رایې دې دي؛ که یې ونه منې، ۴۹.۶٪ به اعلان شي. ما ورته وویل: دا فیصله نه منم، او پایلې اعلان شوې.»

    کرزی وروسته زیاتوي، چې ورته مې وویل: «دوه ورځې وروسته کای آیده بیا راغی او ویې ویل: چې انتخابات دویم پړاو ته تللي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي را روان دی. که ته د اجرائیه ریاست ټاکنه ومنې او له درېیو کسانو سره ګډ کار پیل کړې (د دوو یې نومونه یاد کړل، خو درېیم نه و څرګند)، نو ته به بریالی اعلان شې. ما دا وړاندیز هم ونه مانه او ورته ومې وویل: چې دا د اساسي قانون خلاف دی. کای آیده وویل: ملک غریب مانند افغانستان قانون اساسي را چه می‌کند؟»

    پورتنی د داسې وخت روایت دی، چې فدرال او ډیموکرات غوښتونکي شل کاله پر افغانستان حاکم وو، چا چې دوی منځ ته راوستلي وو، چا چې دوی ته اساسي قانون ور تلقین کړی و، چا چې دوی د سیاست ډګر ته را ايستلي وو، هغه ورته وايي: «ملک غریب مانند افغانستان قانون اساسي را چه می‌کند؟»

    شل کاله افغانستان د ازمايښت یو مرکز و، امریکایانو غوښتل افغانستان یو ‌ډیموکرات جمهوري هېواد شي، له ځان سره یې د وحشي، خونخوارو ډلو وينه زبېښونکي جنګ سالاران راوستل، تر څو داسې نظام رامنځ ته کړي چې له دې ځایه د واشنګټن ساتنه وکړي، د امریکا ګټې خوندي او تضمین کړي، خو دا خلک یواځې د خپل ځان په ژغورلو هم برلاسي نه شول، ځکه پر وړاندې یې د افغانستان مؤمن او مجاهد ولسونه کلک ودرېدل، ولسونه شل کاله له دې کبله وجنګېدل، چې هېواد د ډیموکراسۍ په زهرو ونه لړل شي، پايله يې دا شوه، چې آخر یې هغه بادار چې دلته یې د ډیموکرات نظام ډبره ایښې وه، خپل لاسپوڅي تش په نوم پاچا ته په پېغوریزه بڼه وویل: «ملک غریب مانند افغانستان قانون اساسي را چه می‌کند؟»

    دا د دروغو او پر شخصي ګټو ولاړ سیاستونه د افغانستان د خلکو د وینو له زبېښاک پرته بل څه نه شي کېدلی، اوس لطيف پدرام په داسې حال کې د مطبوعاتي شور جوړولو هڅې کوي، چې ډوډۍ یې لا هم بل هېواد ورکوي؛ نوموړی له څو تنو بې کاره، رټل شویو او شړل شویو سره د واورو پر مخ نقشې رسموي، «افغانستان بايد فدرالي شود»، «افغانستان نی خراسان!»، «هر قوم باید خوده آیالت داشته باشد» شعارونه ورکوي؛ دغه مجازي ډلې د فدرال غوښتونکو په نوم د هغه ملت لپاره اساسي قانون تدوین کړی، چې د همدې ناسمو شعارونو د بدرګه کوونکو له کبله یې دوه لسیزې د غم په ټغر تیرې کړې، اوس هم ملت ته همدا ارمغان لري.

    افغانستان د ټول غرب په نسخو جوړ نه شو، غربیان له خپلې نوې نسخې سره افغانستان ته تر څلوېښت زیاتو هېوادونه د پوځیانو، توپونو، طیارو او ټانګونو سره راغلل، مګر وروسته له شلو کلونو، د وروستي یرغلګر له وتلو سره سم، دغه هېواد بېرته خپل اصلي حالت ته وګرځېد، نن پدرام او فدرال غوښتونکي دغه سرشاره، متحدو او نه بېلدونکو قومونو ته د تجزيې نسخه وړاندې کوي؛ فدرال غوښتونکي هېرجن دي، دوی هېره کړې چې د یرغلګرو په شمول ډېری هېوادونه د افغانستان د تجزیې ملاتړي وو، خو دا ارمان یې پوره نه شو.

    مګر فدرال غوښتونکي بیا هم په افغان ملت ملنډې وهي، د بل په دروازه کې ناست په پردیو اجنډاوو، د دې ځورېدلي ملت زخمونو ته مالګې شیندي، خو افغان متحد ملت به هیڅ چا ته اجازه ورنه کړي، چې د تجزیه غوښتونکو هېوادونو او نیابتي ډلو ارمانونه پوره کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامريکا افغان کډوالو ته له دغه هېواد څخه د وتلو لپاره يوه اوونۍ وخت ورکړی
    راتلونکي مقاله لوړپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راځي

    مربوطه لیکنې

    د امن او ثبات اختر؛ د قربانیو ثمره او د سوکالۍ هیله

    9 جون 2025

    شر غوښتونکي مخالفین؛ امن او باثباته افغانستان لار ورکي کړي دي

    7 جون 2025

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 11 جون 2025

    د کډوالو لپاره د تمساح اوښکې؛ له بشري ناورین څخه ناوړه سیاسي ګټه اخیستنه

    محمد محقق د اختر د مبارکۍ په مناسبت (که هغه په هېواد کې دننه دي…

    ‏له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو لړۍ پیل شوه

    11 جون 2025

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    10 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کډوالو لپاره د تمساح اوښکې؛ له بشري ناورین څخه ناوړه سیاسي ګټه اخیستنه

    11 جون 2025

    ‏له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو لړۍ پیل شوه

    11 جون 2025

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    10 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،953 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،885 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،877 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.