د لغمان شاهي کانال عملي چارې نن د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ښاغلي عبدالطیف منصور په حضور کې پرانیستل شوې.
د لغمان شاهي کانال ۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په څلورو برخو کې به جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد کانال د ۷۰ کیلومتره په اوږدوالي له الینګار ولسوالۍ څخه پیل او د یاد ولایت تر قرغیو ولسوالۍ پورې غځېږي.
د لغمان شاهي کانال له بشپړېدو سره به شل زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوب، او ۲۲ زره کورنۍ به یې له ګټې په مستقیم او غیر مستقیم ډول برخمنې شي.
د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځل رسېدو وروسته، هېواد کې په پراخه کچه بیارغنېزې او کرنیزې لویې پروژې پیل شوي چې دا مهال یې کارونه په خورا چټکۍ روان دي.