
کورنیو چارو وزارت وایي، د لغمان علیشنګ ولسوالۍ پولیسو د دغې ولسوالۍ په سایګل دره کې، د درنو او سپکو مهماتو زېرمه کشف کړې ده.
له دغې زېرمې ۵۱ د هاوان مرمۍ، دوه د هشتادو دو مرمۍ، ۲۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۱۰۰ د پیکا مرمۍ، یو د پرسونل ضد ماین، ۲۸ د هاوان سرګلولې او ۴ دانې د هشتادو دو سر ګلولې ترلاسه شوې دي.
کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د لاسته راغلو مهماتو په تړاو څوک نه دي نیول شوي؛ خو د نیولو په موخه یې د پولیسو هڅې روانې دي.

