عدليې وزارت وايي، د مرکزي زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړې محکمې د لوګر په مرکز کې د ابچکان دښتې په نامه، د کابو ۵۴۷۰ جریبه ځمکې د سندونو له بررسۍ وروسته پرېکړه وکړه چې یاده ټوله ځمکه امارتي ده.
آبچکان دښته د لوګر ولایت په مرکز، پل علم ښار کې او د پادخواب شانه کلي په سویل او د کابل–پکتیا عمومي سړک په ختیځ او لویدیځ کې موقعیت لري.
سرچينه وايي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې دا موضوع په دقیق ډول بررسي کړې او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو او د ځمکې د شخصيوالي د نهثابتیدو وروسته پرېکړه شوې چې د دغې دښتې ټوله ځمکه په ۵۴۷۰ جریبه مساحت سره، امارتي ملکیت ده.
عدليې وزارت همدا راز ډاډ ورکړی، چې د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري.