د ملي دفاع وزارت وايي، د ریاست الوزراء د مقام د لارښوونې پر بنسټ د روغتیايي چارو قومندانۍ سره د زړه مختصص ډاکټر محمد اسحٰق له لوري د زړه د جراحۍ اړوند نهه پايي ماشینونه او یو شمېر طبي وسایلو ملزمه مرسته وشوه.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون مسلکي او متخصصو ډاکټران د عصري، طبي وسایلو او ماشینونو په لرلو سره د ملي اسلامي اردو په لیکو کې شاملو کسانو ته د زړه هر نوع عملیات په منظم او دوامداره توگه به د یوې میاشتې په دننه کې تر سره کوي.
اوسمهال د هېواد په روغتونونو کې د افغان ډاکټرانو له لوري گڼ پېچلي عملیات کېږي، چې گڼ ناروغان یې بهر ته د تگ څخه راگرځولي دي.
د روغتیايي چارو کارپوهان وايي، افغان دولت باید افغان ډاکټران په کور دننه او بهر وروزي او د نړۍ له پرمختللو هېوادونو څخه د اوسني عصر طبي وسایل وارد کړي، چې افغان ناروغان هېواد دننه درملنه وکړي او د گاونډیو هېوادونو له احتیاج څخه خلاص شي.