Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»د مالاوي مرستیال ولسمشر د ۹ نورو کسانو سره د طیارې په غورځېدو پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی
    نړۍ

    د مالاوي مرستیال ولسمشر د ۹ نورو کسانو سره د طیارې په غورځېدو پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی

    صابر افغانصابر افغان11 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یو شمېر رسنیو د مالاوي هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ له قوله نن سه شنبه د جون په ۱۱ مه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد مرستیال ولسمشر “سایولوس چلیمیا” له ۹ نورو کسانو سره، چې له ده سره په طیاره کې سپاره و، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

    رویترز خبري اژانس تېره ورځ د جون په ۱۰ مه د “مالاوي” هېواد د محلي رسنیو له قوله راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد د مرستیال ولسمشر “سايولوس چلیمیا” لېږدونکې الوتکه چې دفاع وزارت پورې اړوند وه او نهه نور کسان هم په کې سپاره و، له رادار څخه وتلې او د موقعیت په اړه یې معلومات نه و.

    په خبر کې د یاد هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼې په حواله لیکل شوي و، چې دغې الوتکې له پلان سره سم په “مزوزو” هوایي ډګر کې ناسته نه ده کړې.

    خبرپاڼه کې زیاته شوې وه، چې له دغې الوتکې سره د اړیکې نیولو ټولې هڅې شوې وې، خو کومه پایله یې نه وه ورکړې.

    نن یو شمېر رسنیو د مالاوي هېواد د چارواکو له قوله راپورونه خپاره کړل او وې ویل چې مرستیال ولسمشر او نهه تنه نور چې له ده سره په طیاره کې سپاره، ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.مالاوي هېواد په جنوبي افریقا کې پروت هېواد دی، چې۱۱۸٬۴۸۴ کیلو متره مربع مساحت او شاوخوا شل میلیونه تنه نفوس لري.

    د دغه هېواد پلازمېنه “لیلونګوه” ولایت دی او تر ۱۹۶۴ پورې د برېتانې مستعمره پاتې شوی دی.

    مخکینۍ مقالهمیدان وردگو کې د پینځو چیکډیمو تخنیکي سروې شوې
    راتلونکي مقاله شیخ ندا محمد ندیم: ا.ا.ا د علم پرمختګ او په دې ډګر کې له سیمي او نړۍ سره سیال کېدو ته ژمن دی

    مربوطه لیکنې

    چين په راتلونکو څو اوونيو کې ايران ته د هوايي دفاع نوي پرمختللي سیسټمونه ورکوي

    11 اپریل 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ د هغو ناڅاپي څرګندونو له امله حیران شوی چې د جیفري اپسټین په اړه یې کړې دي

    10 اپریل 2026

    ختیځه افریقا کې د القاعدې پوځي څانګې نهه تنه د جاسوسۍ په تور وژلي

    10 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 11 اپریل 2026

    د بلوچستان خاران ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو پر کاروان برید شوی

    ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې نن (شنبه) بلوڅ ازادي‌غوښتونکو د بلوچستان خاران ولسوالۍ کې…

    بېړنی‌خبر

    11 اپریل 2026

    کونړ کې پر فرضي د پاکستاني ملېشو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه شوي

    11 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بلوچستان خاران ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو پر کاروان برید شوی

    11 اپریل 2026

    بېړنی‌خبر

    11 اپریل 2026

    کونړ کې پر فرضي د پاکستاني ملېشو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه شوي

    11 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،173 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.