د وحدت ګوند مشر محمد محقق، په دې وروستیو کې د خپلو خاطرو یو کتاب «سرنوشت من» خپور کړی، په مخکتنه کې یې ویلي چې «ټوله نړۍ، شرق او غرب له اوسني افغان حکومت سره د جګړې مخالفه ده او سیاسي حللاره غواړي. افغان حکومت دوامداره نه دی او له نږدې پنځو کلونو راهیسې په نړیواله ټولنه کې منزوي دی، ټول سیاسي ګوندونه د افغان حکومت په خلاف متحد دي. نړیواله ټولنه دې افغان حکومت اړ کړي، چې له خپلو سیاسي مخالفینو سره خبرې وکړي.»
د «سرنوشت من» کتاب د خاطرو تر عنوان لاندې یوه سیاسي عذرنامه ده. که څه هم دا کتاب د خاطراتو په نوم خپور شوی، خو د کتاب اساسي محور د تېرو سیاسي کړنو توجیه ده. لیکوال په کورنیو جګړو کې خپله ونډه کمرنګه ښیي، ملامتي پر نورو اچوي او ځان د شرایطو قرباني معرفي کوي، په داسې حال کې چې د محقق او امثالهم پرېکړو یې افغانستان کورنیو جګړو، قومي درزونو او ورور وژنو ته ورساوه.
محقق ویلي، نړۍ، شرق او غرب له اوسني افغان حکومت سره جګړه نه غواړي. نو چې نړۍ جګړه نه غواړي، دوی خپله د جنګ توان نه لري، د جنګ او سیاست له میدانه تښتېدلي دي، کوم غوره سیاسي موقف هم نه لري، د نړیوالو له پامه لوېدلي اشخاص هم اوس همدوی دي، بیا افغان حکومت ولې له سیاسي منزوي شویو او بې قدرته مخالفینو سره خبرې وکړي!؟
سیاست د قدرت پر بنسټ ولاړ دی، نه پر شعارونو؛ خبرې هغه وخت معنی لري، چې مقابل لوری مشروعیت یا د فشار وسیله ولري. مشروعیت د الله جل جلاله له نازل کړي اسلامي شریعت څخه اخیستل کېږي او فشار بیا له میداني قدرته راولاړېږي، یا له ولسي ملاتړ، یا له نړیوال تضمین څخه. هغه سیاسي څېرې چې حرکتونه یې نه مشروعیت لري، نه میداني حضور لري، نه منسجم ولسي ملاتړ او نه نړیوال تضمین او د نظام پر وړاندې هم کوم تحدید نه دي، عملاً د خبرو لپاره د مجبورولو هېڅ ابزار نه لري. حتی د نظام کليدي اشخاص د دوی په خبرو کولو او نظریاتو شریکولو ځان نه خبروي.
دا چې محقق او نور رټل شوي سیاسیون څوک مقابل لوری بولي، هغه دا مهال د واک، ادارې او امنیت کنټرول په لاس کې لري، یعنې د قدرت په موقف کې دي، نه د امتیازاتو وېشلو. تاسې اصلاً اوس هېڅ لوری د ځان لپاره خطر نه بولي، نو افغان حکومت ولې په له پامه غورځېدلې موضوع سر وګرځوي!؟
له دې ټولو جریاناتو همدا حقیقت څرګندېږي، چې د پرځېدلي جمهوریت چارواکي، چې دا ډول نظرونه، ناستې، مجمعې، ډلې او ټپلې جوړوي، د یوه هدف لپاره؛ د قدرت تندې اخیستي دي او لاسته راوړی ډېر لږ نفوذ له لاسه ورنه کړي. هغه خلک او قومونه چې دوی کلونه، کلونه غولولي وو او خیالي جزيرې یې ورته رسمولې، اوس هم هماغوی ته تلقین ورکوي او ځانونه د دوی د ارمانونو پوره کوونکي بولي، په داسې حال کې چې ارمانونو هم تغیر کړی، ولسونه په همدې نظام خوښ او په څنګ کې یې ولاړ دي.
دغه شعار چې «نړۍ جګړه نه غواړي»، د دوی په وړاندې یو متضاد حقیقت دی، نه مثبت امتیاز. نړیواله ټولنه نه د نوې جګړې توان لري او نه د بل بدیل ملاتړ. نو د جګړې نه غوښتل، د مخالفینو قوت نه، بلکې د نړیوالو د ستړیا او ماتې نښه ده. د همدې تشې د پټولو لپاره ځینې سیاسي اشخاص دا شعار د ځان په ګټه تعبیروي، حال دا چې جګړه نه غوښتل، د بدیل نه لرلو معنی هم لري.
په سیاست کې، د خبرو غوښتنه هغه وخت قوت ګڼل کېږي، چې تر شا یې زور ولاړ وي؛ کنه نو دا د ناتوانۍ ښکاره نښه ده او نړیواله ټولنه هم مجبوریت نه ویني؛ د نوي افغان حکومت چارواکي پر ځای ناست دي او مخالفین یې له معادلې غورځېدلي دي، همدلته نو خبره خلاصه ده. افغان حکومت له داسې اشخاصو سره د خبرو هېڅ ستراتیژیک ضرورت نه لري؛ ځکه نه ورته مجبور دي، نه کومه ګټه ترې ویني.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


