Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د مخابراتو وزارت: د چین له سفیر سره د بدخشان تر واخان پورې د نوري فایبر په اړه خبرې شوې دي
    افغانستان

    د مخابراتو وزارت: د چین له سفیر سره د بدخشان تر واخان پورې د نوري فایبر په اړه خبرې شوې دي

    صابر افغانصابر افغان12 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوژۍ وزارت وايي، د یاد وزارت چارسمبالي وزیر نجیب الله حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو شېنگ سره لیدلي دي او په گڼو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، کابل او چین د تاریخي روایاتو له مخې اوږدې اړیکې لري او تر ډېره بریده دا اړیکې ټولنیزې او اقتصادي پاتې شوي، چې اوسمهال هم د افغانستان او چین تر منځ د ملي گټو په پام کې نیولو سره د متقابل درناوي اړیکې روانې دي.: «افغانستان د جغرافیوي موقعیت له مخې هغه هېواد دی چې د اسیايي هېوادونو د وصل مرکز گرځېدای شي او که چین وکولی شي د بدخشان تر واخان او خپلې پولې پورې د نوري فایبر کیبل وغځوي افغان لوری به ډېر ژر د افغانستان دننه خپل کیبل تر سرحدي سیمو ورسوي تر څو له دې لارې چین سره د نوري فایبر کیبل له طریقه وصل شو او چین هم کولی شي د اوږدو لارو پر ځای پر لنډو لارو اسیايي هېوادونو سره د نوري فایبر له طریقه ځان ونښلوي.»

    په خبرپاڼه کې د چین له حکومت مننه شوې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسلکي کادرونه یې د روزنې په موخه چین ته بللي وو او اوس هم هلته په زده‌کړو بوخت دي.په دې لیدنه کې د چین سفیر ویلي، سفارت یې هڅه کوي چې چینايي پانگه‌وال د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانگړې توگه د مخابراتو په برخه کې پانگونې ته وهڅوي.: «د دواړو هېوادونو گټو ته په کتو سره اقتصادي ودې لپاره هلې ځلې کوو او د افغانستان جغرافیوي موقعیت څخه په گټه اخیستنې د هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره یوه مهمه نقطه ده گټه واخیستل شي.»

    د چین ویلي، بېجینگ د افغان کادرونو د روزنې او پرمختگ لېوالتیا لري او هڅه کوي افغانانو ته په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې. :«دوی لېواله دي چې د واخان له لارې د نوري فایبر کیبل وغځوي او په دې برخه کې به خپلو مسلکي او د دې برخې ماهرینو سره خبرې کوي.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، یوې گډې کمېټې ته دنده سپارل شوي یاده موضوع وڅاري او وروستی راپور دې د وزارت سره شریک کړي.افغانستان اوسمهال له ازبېکستان او پاکستان سره د نوري فایبر له لارې نښلول شوی دی.

    افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې مخابراتي اړیکې او انټرنېټ پکې په لوړه بیه پلورل کېږي.

    مخکینۍ مقالهنن او سبا ته د هېواد په ځینو سیمو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی
    راتلونکي مقاله د ننگرهار په خوږیاڼیو کې د وزیرو تنگي بند سیمه له نږدې لیدل شوې

    مربوطه لیکنې

    افغان ځواکونو خوست ولایت کې د پاکستاني رژیم کشفي ډرون الوتکه په نښه کړې

    3 مارچ 2026

    د ملي د فاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي: د ردالظلم عملیاتو له پیل راهیسې تر ۳۵۰ زیات پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي

    3 مارچ 2026

    د ملي د فاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني رژیم ۱۳ پوستې تخریب، څلور عسکر یې هلاک او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې یې د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي

    3 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 3 مارچ 2026

    د پرځېدلي جمهوریت د پارلمان وکیل او قومي مشر ملا تره‌خېل محمدي: د خپلې اسلامي اردو ترڅنګ ولاړ یو او هر ډول ملاتړ یې کوو؛ د وطن ساتنه زموږ د عقیدې، غیرت او ملي مسئولیت برخه ده

    د پرځېدلي جمهوریت د پارلمان وکیل او قومي مشر ملا تره‌خېل محمدي د پاکستان پوځي…

    دیني عالم، مولانا محمد خان شیراني: د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د لویدیځ د ګټو ساتنې دنده پر غاړه لري

    3 مارچ 2026

    د افغان حکومت په ضد د پاکستان او نيابتي ډلو تازه همغږي

    3 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پرځېدلي جمهوریت د پارلمان وکیل او قومي مشر ملا تره‌خېل محمدي: د خپلې اسلامي اردو ترڅنګ ولاړ یو او هر ډول ملاتړ یې کوو؛ د وطن ساتنه زموږ د عقیدې، غیرت او ملي مسئولیت برخه ده

    3 مارچ 2026

    دیني عالم، مولانا محمد خان شیراني: د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د لویدیځ د ګټو ساتنې دنده پر غاړه لري

    3 مارچ 2026

    د افغان حکومت په ضد د پاکستان او نيابتي ډلو تازه همغږي

    3 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،111 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،063 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،125 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.