په دې وروستیو کې په ایران کې د مقاومت ډلې د مهم کس اکرام الدین سریع له ترور سره سم، د مخالفو ډلو ترمنځ پراخېدونکي درز او اختلافونو د دغو ډلو ترمنځ بې باورۍ لا پسې ډېرې کړي او دا چاره اوس دوی ته په یوې سختې وېرې بدله شوې ده. که څه هم تر اوسه د سریع د ترور مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو عام باور او د مخالفو ډلو ترمنځ روانو ناندریو او د یو بل پر وړاندې توطیو ته په کتو، داسې ښکاري چې نوموړی د همدغه ډول سیالیو او لوبو قرباني شو.
دغه مسئله هغه وخت پر باور بدله شوه، کله چې د نوموړي له ترور سره جوخت، د هغه په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د ازادۍ او متحدې جبهو پلویانو او غړو بېلابېل غبرګونونه وښودل. په دغو غبرګونونو کې ظاهراً داسې ښکارېده، چې دوی پرې خوشحاله وو او ان لا پخوا یې د هغه د فزیکي محوې لپاره پلان درلود. د سریع ترور وښوده چې دا ډلې د خپلو شومو موخو او له یو بله په دې منفي سیالۍ کې د مخکې کېدو لپاره هرې لوبې او ان د یو او بل له منځه وړلو ته هم چمتو دي. مخکې به دا ډول مخالفتونه یوازې تر ټولنیزو رسنیو محدود وو، خو اوس دا لړۍ د یو او بل تر وژنو او ترور هم رسېدلې ده.
دا چاره یو بل خطرناک پیغام هم له ځانه سره لري، هغه دا چې که احیاناً دا ډلې ټپلې وتوانېږي چې په افغانستان کې خپلو شومو موخو ته ورسېږي، نو افغانستان به یو ځل بیا د نوییمې لسیزې په څېر یوې خطرناک او ورانوونکې کورنۍ جګړې ته بیایي چې بیا به هره کوڅه، هر کلی، هر ښار او هره دره او ولایت د بې ګناه خلکو په وینو رنګ وي، کور په کور، کلی په کلي، دره په دره، ولسوالي په ولسوالۍ او ولایت په ولایت به سختې دښمنۍ پر مخ بیايي، بهرنیان به د جګړې پر دغه اور تېل اچوي او په دې سره به افغانستان د تجزیې او ټوټه کېدو لور ته بیايي او یوازې د څو کسانو شخصي ګټې به پکې خوندي وي.
دا ټول هغه خوبونه دي، چې همدا اوس یې بهر مېشتي مخالفین ویني او د رښتیا کېدو لپاره یې هڅې کوي.
خو دلته اصلي پوښتنه دا ده، چې د افغانستان خلک بیا هغسې وضعیت ته تلل غواړي؟ ایا هغه وضعیت یې پر ځان او وطن پېرزو دی؟ او په ټوله کې هغه وضعیت ته تګ څومره ممکن دی. د دې ټولو پوښتنو ځواب منفي دی. د افغانستان خلک اوږدو جګړو، کورنۍ جګړې او د غدارو مشرانو خیانتونو دومره ماړه کړي، چې ان له څېرو او نومونو یې کرکه لري، دوی چې په تېرو څو کلونو کې یې د ارام ساه اخیستې، له نږدې ۴۰ کلونو ناخوالو وروسته یې د امنیت احساس کړی، په هېڅ صورت هغه وضعیت ته د بېرته تګ لپاره زړه نه ښه کوي. د افغانستان خلک اوس د قوي او مرکزي نظام په چوکاټ کې د خپل پرمختګ، ابادۍ، سوکالۍ او ارامۍ پر لور ګامونه اچتوي.
بله خبره دا ده چې په بهر کې مېشت مخالفین هم په دې پوهېږي چې څه چې دوی په ذهن کې لري، هغه هسې خوب او خیال دی او له واقعیت ډېرې لېرې فرضيې دي، نو ځکه دې حالت ستړي کړي او اوس یې د مخالفتونو لړۍ د افغانستان پر ځای، خپلو جبهو ته دننه وړې او هلته د یو او بل پر محوې، ترور او بدنامۍ بوخت دي، له دوی نور ډګرونه پاتې او افغانانو ته ډیزاین کړې بدمرغۍ، جګړې او ناخوالې یې اوس خپلو حزبونو، ګوندونو، جبهو او ډلو ټپلو ته ورننوتې دي او دا لړۍ هره ورځ پسې ډېرېږي او پراخېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


