د روسیې فدراسیون له لوري د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل د نړۍوال سیاسي مشروعیت او د نورو هېوادونو له لوري د رسمیت پېژندنې د لړۍ پیلامه بلل کېږي، د روسیې فدراسیون دا اقدام د چین په شمول د بېلابېلو لوریو له خوا د استقبال سره مخ شو، د دې او دې ته ورته اقداماتو په نتیجه کې به افغانستان له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه کاملاً ووځي او د پرمختګ نوي باب ته به داخل شي.
نړۍوالو اوس کاملاً دا درک کړې ده، چې د ټولو ستونزو حل یواځې په تعامل کې دی، سیاسي او اقتصادي فشار هېڅ ډول نتیجه نه لري. په ورته وخت کې د سرپرست حکومت بهر مېشتي مخالفین چې همېشه پر جګړه او بدمرغۍ ټینګار کوي، رسمیت پیژندنې ته یې توند غبرګونونه ښودلي دي.
د افغانستان د آزادۍ ګوند مشر رحمت الله نبیل د روسیې فدراسیون له لوري د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په غبرګون کې له خپل منځني اختلاف، عدم تعهد، واضح لید لوري له نشتون، د اختلاف په نتیجه کې د هدف د عدم موجودیت، د افغانستان لپاره د واضح تصویر نشتون او دا چې ولې تېر نظام پایدار نه و، په اړه یو شمېر څرګندونې کړې دي او د خپلې ماتې او عدم انسجام اعتراف یې کړی دی.
رحمت الله نبیل د رسمیت پېژندنې د پروسې پیل عادي ډیپلوماټیک پرمختګ نه دی بللی، بلکې له صحنې څخه یې د دوی د حذف صریحه لار بللې ده. نوموړي څرګنده کړې ده، چې مبارزه یې یواځې په انلاین توګه وه او هېڅ واضح لیدلوری یې نه درلوده.
نوموړي په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره کړې ده، چې دوی د ملت لپاره هېڅ قانع کوونکی ځواب نه لري، حتی دا یې هم ویلي چې تر اوسه پخپله، په خپل هدف نه پوهېږي چې دوی څه غواړي!؟ وايي، «موږ لا هم یو واضح، ګډ او قانع کوونکی ځواب نلرو؛ مونږ د راتلونکي افغانستان څخه څه تصویر لرو؟ کوم تصویر، کوم نظام او کوم ارزښتونه؟»
پورته جملې عادي نه دي، بلکې د سرپرست حکومت ټولو مخالفینو ته د واضحې تګلارې د نشتون پېغور او په خپلې کمزورۍ اعتراف دی. پورته اعتراف په دې معنی دی چې آنلاین مخالفین نهایت ضعیف، بې اتفاقه کم علمه او بې هدفه دي، ځکه تر اوسه په دې نه پوهېږي چې د څه لپاره حتی په ټولنیزو رسنیو کې بوخت دي!؟
سره له دې چې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنه د افغانستان په خیر او ګټه ده، خو بیا هم د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر مشرانو خواشیني څرګنده کړې ده، د منفي غبرګونونو ترڅنګ یې په خپله ماتې او ناهیلۍ هم صریح اعتراف کړی دی.
که چیرته د سرپرست حکومت له مخالفینو سره واقعاً هم د افغانستان د ثبات او سوکالۍ فکر وای، سر له ننه به یې باید له خپل مخالفت څخه لاس اخیستی وای، ځکه امن او ثبات قایم دی، اشغال، ناروا قتل او قتال نشته، واحد مرکزي حکومت شتون لري، ملي اراده خپلواکه ده، منظمه اسلامي اردو شتون لري، اقتصادي او سیاسي حالت ورځ تر بلې مخ پر ښه کېدو دی، د قدرت جزیرې ختمې شوې دي، قاچاق صفر شوی دی، د معتادینو درملنه روانه ده، غلا، فساد، رشوت، جعل او تزویر په اداراتو کې ختم شوي دي، چې دا ټول وضعیت د افغانستان په ګټه روان دی، نو بیا مخالفت د څه لپاره!؟ خو څرګنده ده چې د مخالفو ډلو مشران د شخصي ګټو د تأمین لپاره د واک غم اخیستي دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.