Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د مخالفو ډلو پاشلتیا د یوې روښانه ستراتیژۍ د نه شتون له امله ده
    تورې څېرې

    د مخالفو ډلو پاشلتیا د یوې روښانه ستراتیژۍ د نه شتون له امله ده

    صابر افغانصابر افغان16 اپریل 2025څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له هغه وخته چې په افغانستان کې نوي، بې مخینې او مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي، یو ملت محوره او آبادوونکی حکومت واکمن شوی، همدا چاره د ډیرو سرزوریو او جګړو د پای ته رسیدو لامل شوې ده، مخالفین، خاینان، د ورځې سیاستوال او د شپې غله، په سیاسي او اقتصادي بندونو کې راښکېل شوي، له ناچارۍ د هر چا دروازه ټکوي او هر چا ته د مرستې لاس ور غځوي، خو له دې هر څه سره، سره یوه کوچنۍ بریا او یو ګام پرمختګ هم نه لري.

    له سیاسي نظره، دوی له یو او بل سره د همغږۍ او اړیکو په جوړولو کې په دوامداره توګه له ناکامیو سره مخ شوي دي، هر کله چې د دوی په خبره د “مثبتو” ګامونو اخیستلو لپاره غونډې جوړوي، د ګټو د ټکر او اختلاف له امله یې په مخ کې خنډونه راځي او پاشل کېږي.

    له اقتصادي نظره هم هر څه څرګند دي؛ تر هغه وخته چې د دوی نوم او شهرت په کور دننه چلېده او د پردیو ملاتړ ورسره و، د دوی فردي او ډله ییز اقتصاد د بهرنیو له لوري تمویلېده او هېڅ کمی یې نه درلوده، نو تنها دا اړینه وه چې د بهرنیو غوښتنې او امرونه د ملت او هېواد له زړه څخه په هر ډول او طریقه چې وي، راوباسي او پوره کړي.

    خو اوس یې چې له جعلي واک او ځواک څخه لاسونه لنډ شوي، هغه د بې حسابه پیسو باران ورباندې درېدلی دی. د دوی هره غونډه او ناسته چې له لګښتونو او تاوان سره مله وي، هر یو ترې په شا کېږي، له مصارفو او تاوان څخه یې اوږې سپکوي.

    له همدې امله هره هغه هڅه او کوښښ چې د یوې واحدې فکري او سیاسي حلقې او هدفمند ځواک جوړولو لپاره ترسره کېږي، د یوې روښانه ستراتیژۍ او معاصر ډسپلین د نشتوالي له امله هېڅ په مخ نه ځي، هره ورځ یواځې په مجازي نړۍ او رسنیو کې رسوا کیږي.

    یو څه چې په دې موده کې ټولو خلکو ته څرګند شول، دا وو چې (د مخالفینو) د دغه ډلې په هغه وخت کې چې واک یې په لاس کې و، داسې وو لکه د یو ډک دسترخوان په څنګ کې چې ناست وي او خوراک یې ترې کاوه، پرته له دې چې کوم هنر لرونکی فعالیت، سیاسي کمال او یا کوم منظم پلان وړاندې کړي.

    خو اوس چې مجلسي جامې یې له تن لرې شوې او حقیقت یې څرګند شوی دی، یواځې په ظاهر او غونډو جوړولو سره غواړي یو دروغجن او شوم اتحاد رامنځ ته، یو ګام پورته او یو مثبت کار ترسره کړي. خو هغه څه چې تر دې دمه له دوی څخه لیدل شوي او یا اوریدل شوي، یوازې بې ځایه او پوچې خبرې دي چې د دوی د غوښتنو او خبرو بې ماناوالی او خالي مفاهیم څرګندوي. تر هغه وخته پورې چې موخې او هدفونه د واقعیت په دېوال محکم او مضبوط نه وي ولاړ او تر شا یوه قوي ستراتیژي ونلري، هڅې یې کومه نتیجه نه ورکوي، په دې ډول به دغه ماته او کمزورې ونه هېڅ راز میوه ورنکړي.

    که له نن څه پخوانیو وختونو ته ور وګرځو او په هېواد کې یې څو کلن سازمان شوی یووالی وګورو، ټولو یې یواځې د مالي او شخصي ګټو لپاره تړاو درلود، هر یوه یې تر هغه وخته پورې چې خپلې ګټې یې خوندي کولای شوای، بې پروا په دې جعلي پروګرام کې خپله ونډه لوبوله. اوس یې چې له هرې نقشې او لګښتونو څخه لاس لنډ شوی او یواځې د خپلې وړتیا او هوښیارۍ په ښوودلو سره کولی شي د نورو نظر راجلب کړي، په دې کار کې هم ناتوانه او هڅې یې بې پایلې دي.

    یو بل دلیل چې د فرار او بې کورۍ په دې موده کې د مخالفینو د پاشلتیا، کمزورتیا او تضاد سبب شوی، د داسې مناسبو افرادو نه شتون دی چې اخلاص، پاک نیتونه، مهارت او تجربه ولري. ټول هغه مخالفین چې د افغانستان د اشغال په وخت کې یې د واک کنټرول په لاس کې و، یا یې د پیسو په زور څوکۍ ترلاسه کړې وې، یا د فشار او زور له لارې ورباندې ناست وو.

    هو، داسې کسان هم وو چې د استعداد او وړتیا له مخې ټاکل شوي وو او د حکومت په چوکاټ کې یې ځای پیدا کړی و؛ خو هغه لږ شمېر کسان هم د وخت په تېرېدو او د حکومت د بې‌ نظمۍ، سیاسي شخړو او سترو ملی خیانتونو په لیدلو سره، یا خو یې د حالت د بدلون توان نه درلود، شاته شوي او له خپل پاک او رښتیني سیاسي او اداري دریځ څخه تېر شوي، یا هم د مادي ګټو لپاره د هماغه لوټمارو او چپاولګرو برخه ګرځېدلي وو.

    دا ټول حالات ددې لامل شول چې هغه پخواني چارواکي اوس هر یو بې‌ سرو سامان، ګډوډ او له وطنه لیرې، ستړي ستومانه پراته دي، په هر چا او څه پسې لوڅې پښې منډې وهي تر څو لږ تر لږه خپل ظاهري یووالی وساتي. خلک، پوهان او عام ولس ټول پوه شوي چې دغه مخالفین یواځې په رسنیو کې په بړ بړ غږېږي، خو په حقیقت کې هېڅ نه لري او تر اوسه یې هیڅ د پام وړ کار نه دی کړی او نه یې کولای شي.

    د بېلګې په توګه کولی شو د دوو مخالفو (مقاومت او متحدې جبهې) ډلو د پاشلتیا او تضاد بیلګې ورکړو، دغه دوې ډلې چې د نسبي شهرت او تقریباً د سیاسي تشکیلاتو درلودونکي دي، اوس نسبتاً په قوت او زوږ سره د سرپرست حکومت په وړاندې د مخالفت ډول وهي او کمزورې نکتې لټوي.

    خو دا خلک که څه هم په ظاهري توګه په یوه جبهه کې ولاړ دي او د سرپرست حکومت په ضد دريځ لري، خو بيا یې هم ترمنځ د يووالي او همغږۍ توان نشته. هر يو يې د خپلو شخصي ګټو لپاره خبرې کوي او یو بل ردوي، تر څو بېرته د پخوا په څېر، بل واک ته ونه رسېږي او ټول ميدان يواځې یوه ته پاتې شي.

    دا دوه ډلې چې اوس د دښتو پر رېګونو او د درياب پر ځګونو يو له بل سره د يووالي او همغږۍ ژمنې کوي، خو بيا هم نه شي کولای يوې پايلې ته ورسېږي، له دې ډول خلکو څخه څنګه دا تمه کېدای شي چې هېواد او ملت ته به خير ورسوي!؟ که واک ته ورسېږي، دا وران هېواد به ورغوي او په څهره به یې پرېوتي ګردونه پاک کړي!؟

    د دې اصلي دلیل باید د هغوی د ستراتیژۍ په نشتوالي، پاشلتیا او د شخصي ګټو په غوښتنو کې، همدا راز اصلي معما د دوی په دوه رنګه او دوه مخي باطن کې ولټول شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله امریکا پر مراکش ۶۰۰ سټینګر توغندي پلوري

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.