Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول
    لیکني

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    صابر افغانصابر افغان22 جون 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې مخالفې ډلې ایجاد شوې دي، خو دغه ډلې په بې سارې توګه پاشل شوې دي. د پاشلتیا یو مهم دلیل په مخالفو ډلو کې د بهرنیو هېوادونو رول او مستقیمه مداخله هم ده، چې د سرپرست حکومت په وړاندې د بېلابېلو مخالفو ډلو د جوړولو له لارې یې د دوی شته لږ قوت هم کمزوری کړی دی. بهرنیانو هڅه کړې د مخالفو ډلو ځواک تقسیم کړي، تر څو هره ډله په جلا توګه تر خپل نفوذ لاندې راولي او د جلا اهدافو لپاره د نیابتي ډلو په ډول استفاده شي.

    یو شمېر بهرني هېوادونه د خپلو سیمه‌ییزو ګټو له مخې افغانستان ته متوجه دي، دوی له بېلابېلو ډلو سره څه نا څه مرسته کوي، خو په بدل کې یې خپل سیاسي اهداف تعقیبوي، چې بیا هره مخالفه ډله په جلا توګه‎، مختلفو اهدافو ته کار کوي، له همدې کبله یې خپل منځي اختلافات ځینې وخت تر لفظي شخړو، مطبوعاتي سنګر نیونې او غونډو کې د یو او بل تر وهلو رسېږي.

    بل خوا، ځینې هېوادونه له سرپرست حکومت سره تعاملاتو ته هم لومړیتوب ورکوي، دوی هڅه کوي چې سرپرست حکومت په رسمي توګه ومني، یا د سیمې د امنیت او اقتصادي همکارۍ لپاره تړونونه ورسره وکړي. دغه تعاملات د مخالفو ډلو د کمزوري کولو یوه ستراتیژي ده چې په نتیجه کې یې د هغوی د فعالیت فرصتونه محدود کړي دي، ډلې یې منزوي شوې دي او ورځ تر بلې د منحل کېدو لوري ته ګامونه اخلي.

    که دغه مسئلې ته له بلې زاویې وګورو، نو وبه وایو چې مخالفي ډلې له دې کبله هم پاشل شوې دي، چې نور نو بهرنیان پرې هیڅ باور نه لري او دا چې په نوره نړۍ کې د دغه ډلو په توسط د ګډوډیو د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي، دغه نیابتي ډلې په یوه او بل نوم بوختې ساتي.

    په نږدې ورځو کې څرګنده شول چې د یو شمېر مخالفو ډلو، په ځانګړې توګه د مقاومت جبهې غړو په ایران کې د موساد لپاره جاسوسي او له اسرائیلي رژیم سره همکاري کول، چې په تور یې څو تنه د ایران د پولیسو له خوا نیول شوي دي. د دغه ډلو غړي که چیرته په خیالي شعارونو، ستراتیژیو او ناکامو ناستو بوخت ونه ساتل شي، د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښولی شي.

    د خلاصې په توګه ویلی شو، چې د سرپرست حکومت د مخالفو ډلو پاشلتیا ګڼ شمېر خاص داخلي او بهرني عوامل لري، خو د هغه هېوادونو هم ځانګړی رول په کې شته، چې له دغه ډلو د خپلو اهدافو لپاره ملاتړ کوي. مخالفي ډلې باید نور د پردیو اهدافو لپاره له جنګېدو تېر شي، د ارامۍ ژوند ته را ستانه شي، نور نو د نیابتي جنګیالیو په توګه ونه جنګېږي او په هېواد کې د شته ثبات، امنیت او سوکالۍ د دوام لپاره د سرپرست حکومت له چارواکو سره اوږه په اوږه هڅې وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي
    راتلونکي مقاله مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.