Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د مخالفینو اختلافات د هغوی د ګټو د ټکر له امله دي
    لیکني

    د مخالفینو اختلافات د هغوی د ګټو د ټکر له امله دي

    صابر افغانصابر افغان26 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تر هغه وخته پورې چې پر افغانستان د جمهوریت دروغجن نظام حاکم و، بېلابېلو ډلو په بېلابېلو نومونو فعالیت کاوه. دوی د بهرنیو حکومتونو د مالي ملاتړ په بدل کې هر ډول ژمنې ورکولې، په افغانستان کې یې د هر ډول پروژې د پلي کېدو د ضمانت په ورکولو سره، په غیر ملي فعالیتونو کې ښکېل وو. دې ډلو د ملت له شتمنیو بهرنیانو ته ګټه رسول او د خپلو جیبونو د ډکولو په فکر کې هم وو.

    د حیرانتیا وړ ده چې حکومت ولې له دوی سره جدي چلند نه کاوه او ولې یې د دوی د بې‌ نظمۍ د مخنیوي لپاره هېڅ ډول دوسیه محاکمو ته نه سپارل!؟ دا ځکه چې د دواړو خواوو ګټې سره شریکې وې. د حکومت او دې ډلو تر شا یو ګډ بادار ولاړ و، چې هم یې د حکومت واک ټینګ ساتلی و او هم یې دغه ډلو ته نفوذ ورکړی و، ترڅو له دې لارې خپل اقتصادي او سیاسي اهداف ترلاسه کړي.

    ټولو درک کړې وه چې افغانستان یو بډایه هېواد دی، لا تر اوسه یې ډېرې طبیعي زیرمې نه دي استخراج شوې. د هېواد جغرافیایي موقعیت هم ځانګړی ارزښت لري چې د نړۍوالو قدرتونو لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

    د پخواني حکومت پر مهال د ځینو کانونو استخراج، د تاریخي ودانیو ویجاړول او د هېواد د ارزښتناکو شتمنیو غلا د یرغلګرو تر فشار لاندې په تدریجي توګه روانه وه. ملي شتمنۍ د شپې په تیاره کې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې، بهر ته لېږدول کېدې.

    د هېواد پر وجود د دې ټولو خاموشو ګذارونو او ملت ضد فعالیتونو تر شا شخصي ګټې ولاړې وې. هر مشر او هرې ډلې د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ حرکت کاوه. همدا شخصي ګټې وې چې د دوی خوله یې د حق له ویلو څخه بنده کړې وه.

    هغه څوک چې د دې هر څه تر شا ولاړ وو او قومانده یې ورکول، ښه پوهېدل چې د دې ډلو د یووالي راز د هغوی د جیبونو ډک ساتل دي. د لوټ شويو شتمنیو د یوې وړې برخې ورکولو بسنه کول چې دوی متحد وساتي، خپلې سیاسي موخې پر مخ یوسي او هغوی یو ځای وساتي.

    تر هغه وخته چې دې حالت دوام درلود، د افغانستان وضعیت هم همداسې و. فساد، لوټماري او خیانت روان و، خو هېڅوک نه پرې خبرېدل.

    خو کله چې پخوانی حکومت نسکور او سرپرست حکومت حاکم شو، بهرني عوامل او د هغوی نفوذي کسان له هېواد څخه وتښتېدل، نو د دې ډلو ګډې ګټې هم له منځه ولاړې. اوس دوی نشي کولای د پخوا په څېر، پر یوه مېز سره کېني، هوکړې ته ورسېږي او د تېر په څېر یو موټی پر مخ لاړ شي.

    ځکه نه یې هغه پخوانی بادار شته، چې دوی یې یو ځای ساتل او نه دوی په خپله د افغانستان او د دې د مظلوم ولس په فکر کې دي، چې له خپلو شخصي ګټو تېر شي او د یو ګډ هدف لپاره کار وکړي.

    همدا لامل دی چې د بېلابېلو ډلو ترمنځ غونډې کېږي، خو هېڅ پایله نه لري. هره نوې ناسته د دوی د لا زیاتې پاشلتیا، رسوایي او کمزورتیا لامل کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمېسیون غونډه کړې
    راتلونکي مقاله فطرت: اوس‌مهال هېواد کې ۴۷۰ رسنۍ فعالیت کوي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جولای 2025

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي

    د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د کېیف او مسکو ترمنځ د سولې درېیم…

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي

    22 جولای 2025

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،923 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.