د پرځېدلي جمهوریت مفسد چارواکي د ټرمپ هغه شعار بیا، بیا زمزمه کوي، چې ګواکې افغانستان اوس مهال د ځمکې پر مخ په دوزخ دی. ټرمپ دا څرګندونې ځکه کوي، چې یو وخت یې غوښتل افغانستان د زور له لارې تسلیم کړي او یا هغه څه پرې ومني، چې ده او ادارې یې غوښتل. نوموړي د دغه کار لپاره په خپله تېره دوره کې ډېر کوښښونه وکړل او خپل وروستی نظامي زور یې هم و ازمایه، خو کله یې چې ولیدل دا سرزورۍ برعکس پایلې لري او هڅې یې بې ګټې دي، نو د افغانستان په اړه يې نظر بدل شو، کله یې د امپراتوریو هدیره بلله، کله کله به یې د پخوانیو زبرځواکونو د ماتې کیسې کولې، کله به د خپلو ځواکونو مرګ ژوبلې وارخطا کړی و او کله به یې یو څه او کله بل څه ویل.

ټرمپ په افغانستان کې خپله ماتې په خپلو سترګو لیدله، ځکه خو یې د خبرو مېز ته لومړیتوب ورکړ، تر دې چې د دوحې تړون په لاسلیک یې خپله ماتې ومنله او د ځواکونو وتل یې پیل کړه. له ټرمپ وروسته بايډن ډېر وارخطا و او د ټرمپ پیل کړی داستان یې پای ته ورساوه، اوس چې ټرمپ کله ویني چې په افغانستان کې یې شل کلنې هڅې بېځایه شوې دي، زرګونه عسکر یې له لاسه ورکړي او ټريلیونونه ډالر یې په سیند لاهو شوي، نو ځکه په نادودو سر دی، کله افغانستان دوزخ بولي، کله یې موقعیت حیران کړی وي، کله بګرام او کله بیا نور څه غواړي.

د حیرانتیا وړ دا ده، چې د پرځېدلي جمهوریت پخواني چارواکي هم د ټرمپ دا خبرې زمزمه کوي. دوی فکر کوي، چې د شل کلن اشغال پر مهال افغانستان ګل او ګلذار او جنت و. دوی په خورا سپین سترګۍ د تېري‌ګرو او داخلي عسکرو جنایتونه او قساوتونه هېروي، دوی پر وحشیانه شپنیو چاپو، ډېسي توپونو، ړندو او وحشي بمباریو، خپلسري وژنو، سلګونو او زرګونو نورو وحشتونو او جنایتونو پرده غوړوي. دوی ته په افغانستان کې د شاوخوا پنځوسو هېوادونو د وحشي عسکرو جنایتونه جنت ښکاري، دوی ته پر ودونو، جنازو او غونډو بمبارۍ جنت ښکاري، دوی ته ښځې، ماشومان او سپین ږیري په ډېسي توپونو ویشتل جنت ښکاري، دوی ته په زندانونو کې انسانان په سپیو داړل، د لاسونو او پښو نوکان ترې ایستل او ډول، ډول شکنجې ورکول جنت ښکاري.

خو اوسنۍ آزادي، ارامي، سوکالي او د ولس خوښي ورته دوزخ ښکاري. که ولس له اقتصادي ستونزو کړېږي، دا د هماغه فسادونو او غلاوو پایله ده، چې د ولس ملي شتمني همدې چارواکو ولوټله، د ولس په سر، مال او ارزښتونو یې لوبې وکړې. د ولس په وینو یې تجارت وکړ، څو تابیعته غله او مفسدین یې له غربه راوستي وو او په هېواد کې یې غریب او بې اسرې ولس پرې وځپه او د خولې مړۍ یې ترې وتښتوله. هو! دوی د چرګانو په څېر حافظې لري، هر څه ژر هېروي، ځانونه ورته سپینې کوترې او خپله بدنامه او پردیپاله واکمني ورته له کماله ډکه ښکاري.

خو نه ولس بې حافظې دی او نه هم تاریخ؛ هم ولس او هم تاریخ د دوی ټول جنایتونه، فسادونه، غدارۍ او وحشتونه په خپلو حافظو کې ساتلي دي. ولس هغوی هم په یاد لري، چې د اوسني وضعیت، سوکالۍ، امنیت او ارامۍ لپاره سر په لاس کې هرې قربانۍ او مبارزې ته ودرېدل او لا هم ولاړ دي، ولس هغوی هم په یاد لري، چې څوک ورسره په هره سړه او توده کې ودرېدل، ولس دا هم په یاد لري چې له یو لړ بهرنیو ننګونو، توطیو او شرارتونو سره سره، څوک د ښېرازۍ، امنیت او سوکالۍ لپاره شپه او ورځ هڅې کوي؛ بالاخره ولس خپل رښتيني او جعلي سرښندویان په پوره معنی پېژني او مخالفین هېڅکله خپله جعلي څېره پرې د اصلي څېرې په توګه نه شي تېرولی.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version