Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د مرحوم اسماعیل هنیه فکر به پاشلی امت راټول کړي
    لیکني

    د مرحوم اسماعیل هنیه فکر به پاشلی امت راټول کړي

    صابر افغانصابر افغان3 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د فکر لارویان نه مري، ددې لامل د فکر شتون دی؛ د اسلامي نړۍ لوی عالم، مفکر، ټولنپوه او تاریخ امام عبدالرحمن ابن خلدون رحمه الله وایي: انسان ته شرف په فکر حاصل دی، یا په بل عبارت انسانان چې د اشرف المخلوقات فضلیت ته رسېدلی دا د فکر برکت دی، که د فکر نعمت له انسان څخه حذف شي نو بیا یې د څاریو سره توپیر نه کېږي، د انسان موخه انساني رسالت دی که څوک په دې پوه نه شي بیا خو د ځای حرص، د خوړو غریضه او شهواني غریضه حیوانات هم لري.

    امام خلدون رحمه الله وایي کله چې انسان خپل فکر په عمل کې پلي کړي نو انسان د کمال درجې ته رسېږي؛ بیا چې هم انساني فکر د سړي په سر کې وي او هم اسلامي فکر ولري نو بیا خو داسې انسانان د انبیاؤ کرامو د نیابت او وراثت په لاره روان وي او دا انسانان ډېر کم وي؛ خدای جل جلاله د امت د ویښتابه اذان د ډېرو نادرو انسانانو په برخه کوي او دغه رسالت ته ډېر کم خلک خاص شوي وي.

    د خدای تعالی په دې قول کې چې فرمايي: كُنتُمۡ خَيۡرَ أُمَّةٍ أُخۡرِجَتۡ لِلنَّاسِ تَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَتَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ وَتُؤۡمِنُونَ بِٱلله (آل عمران: ١١٠).ژباړه: اوس په نړۍ کې هغه غوره ډله تاسي ياست چې د انسانانو د لارښووني او اصلاح لپاره منځ ته راوړل شوې ده، تاسي د نېکۍ امر كوئ او له بديو منع؛ او پر الله ايمان لرئ.

    سمه ده چې باطل پرستان به د ویښتابه لارویان شهیدان کړي مګر د هغوی فکر نه شي وژلای او د هغوی فکر به لکونه او میلیونونه انسان له درانه خوبه را ویښ کړي؛ لکه د حماس د سیاسي دفتر رئیس ارواښاد هنیه چې امت وخوځاوه.

    د داسې خلکو مرګ د شهادت مرګ دی، او شهیدان نه مري الله تعالی جل جلاله فرمايي: وَلَا تَقُولُواْ لِمَن يُقۡتَلُ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ أَمۡوَٰتُۢۚ بَلۡ أَحۡيَآءࣱ وَلَٰكِن لَّا تَشۡعُرُونَ. (سورة البقره: ١٥٤).ژباړه: هغه کسان چې د خدای تعالی په لاره کې قرباني کېږي هغوی مړه مه بولئ، بلکې هغوی ژوندي دي خو تاسې یې نه وینئ.

    د شهید لپاره کفن او غسل په همدې نشته چې له ژوندي انسان جامې ایستل د هغه توهین دی؛ هنیه رحمه الله لاړ مګر د هغه فکر به دا شیندلی امت راټول کړي او ترمنځ به مو دا شلیدلي واټنونه وګنډي.

    د اسلامي نړۍ اکثرو مشرانو سیاسي مصلحتونه یوې ډډې ته کړل پر هنیه رحمه الله برید یې د اسرائیلو شرموونکی عمل بللی.

    ترکیه چې د ناټو غړی هېواد دی دا برید شرمونکی برید وباله، ایران چې له سلګونو بندیزونو سره مخ دی بیا یې هم وویل چې د هنیه قاتلانو ته به داسې سزاء ورکړي چې په دې قتل به یې پښېمانه کړي.

    افغانستان، سوریه، عراق، قطر، مصر او ګڼو اسلامي هېوادونو د غربي بدمعاشانو خلاف په یو موقف کې ودرېدل.

    نو له همدې ښکاري چې د هنیه رحمه الله فکر د اسلامي نړۍ لپاره لکه تار او ستن دا اُمت به پیوند کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهفاریاب کې له شل کلونو وروسته يو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
    راتلونکي مقاله ننگرهار کې ۳ غلهٔ نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    د راپورونو له‌مخې، د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه خبري غونډه کې…

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.