لیکوال: عادل افغان
په دې وروستیو کې په هېواد او په ځانګړې توګه بغلان، کندوز، تخار، بادغیس او هرات ولایتونو کې د سختو اورښتونو په پایله کې مرګوني سېلابونه راووتل، چې له کبله یې زموږ سلګونه هېوادوال شهیدان، سلګونه نور یې ورک او دغه راز زرګونه نور یې بې کوره شول.
دغه سېلابونه تر ډېره د شپې مهال وبهېدل، نو ځکه یې تلفات هم ډېر وو. له شک پرته چې دا په هېواد کې یو لوی ناورین و، خو د دغه ناورین د مدیریت او دغه راز پېښو ته د رسېدو په برخه کې د افغان حکومت چټک اقدامات هم د ستاینې وړ دي، چې د همدغو چټکو اقداماتو په پایله کې زموږ د ډېرو زیاتو هېوادوالو ژوند وژغورل شو.
په یادو ولایتونو، په ځانګړې توګه بغلان کې ولایتي ادارو او مسوولینو پر خپل وخت د ولس مرستې ته ور ودانګل، دغه راز ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو لوی ریاست، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او نورو ټولو حکومتي او دولتي ادارو او مسوولینو یې په بېړې سره د پېښې ځای ته ځانونه ورسول.
له هلیکوپټرو نیولې بیا تر لویو موټرونو او هر راز امکانات یې خپل ولس ته په خدمت کې ورکړل. که څه هم دې دغه ناورین ته په کتو، ښايي دغه مرستې او امکانات کفایت ونه کړي، خو هغه احساس د ډېرې ستاینې وړ دی، چې مسوولینو له خپلو خلکو سره د مرستې په برخه کې درلود.
دغه راز د مسوولینو او حکومتي ادارو ترڅنګ نور هېوادوال، په ځانګړې توګه شتمن کسان، پانګوال، سوداګر او د شرکتونو او کمپینو څښتنان هم باید د خپل شرعي، دیني او ملي رسالت له مخې په دې سختو شرایطو کې د متضررو شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي، ځکه له بده مرغه سېلاب له دوی څخه کورونه، د کورنۍ غړي، ځمکې او هرڅه اخیستي او په دې شرایطو کې دوی تر بل هر وخت د نورو مرستې ته ډېره اړتیا لري.
د دې ترڅنګ نړیوال بنسټونه او هغوی چې ځانونه د بشري حقونو مدافعان او خواخوږي معرفي کوي، باید په دغه سخت وخت او شرایطو کې لږ تر لږه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د دغو متضررو شویو کسانو لاسنیوی وکړي.
دا که پر اسلامي امارت نړیوال بندیزونه نه وای، زموږ پیسې یې نه وای کنګل کړی، زموږ د اقتصادي ودې مخه یې نه نیولی او په رښتیا هم بشري حقونو او د بشري حقونو ساتنې او پالنې ته ژمن وی، اوسني حکومت د هر چا له مرستې او اړتیا پرته په ډېرې اسانۍ سره کولای شوای چې دغه ډول مصیبتونو او د مصیبتونو له کبله زیانمنو شویو کسانو ته هر اړخیزه رسېدنه وکړي، دوی اوس هم تر هر چا وړاندې د خپل وس او توان مطابق او آن په ځینو حالتونو کې له توان ورهاخوا د خپلو خلکو او ولس لاسنیوی کړی، خو دا چې له بده مرغه د غرب او امریکا د وحشیانه او ظالمانه بندیزونو او فشارونو له کبله زموږ د اقتصادي ودې مخه نیول شوې، نو له همدې کبله به دا مرستې او امکانات اړتیا ته په کتو کافي نه وي.
دغه راز عام ولس ته هم بویه چې په خپلو ولایتونو، ولسوالیو او دغه راز کلیو کې د خپل وس او توان مطابق له خپلو دغه زیانمن شویو هېوادوالو سره مرسته وکړي، که څوک پیسې لري، څوک خوراکي توکي لري، څوک جامې برابرولی شي او څوک هر ډول د ژوند امکانات برابرولی شي، نو همدا یې ورځ ده، دوی دې د یوه منظم میکانیزم له لارې دغه څه راټول کړي، بیا دې یې له اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ تر زیانمن شویو خلکو ورسوي.
اوسني شرایط سخت دي، نړۍ ظالمه ده او موږ له ډول ډول مصیبتونو سره مخ یو، نو په دغه ډول شرایطو کې د یو او بل لاسنیوی زموږ ایماني، انساني، وجداني، شرعي او ملي وجیبه ده، چې الله تعالی به یې په بدل کې پر موږ رحم وکړي، له دې امتحانه به مو وباسي او دغه راز به زموږ او ستاسې په مالونو او اولادونو کې راته برکت واچوي.
په پایله کې بیا هم دا مصیبت یوازې د بغلان، بادغیس، تخار، کندوز او هرات مصیبت نه دی، بلکې د ټول افغانستان او ټولو مسلمانانو ګډ مصیبت دی، نو له همدې کبله باید د دغه ګډ مصیبت پر مهال له یو او بل او دغه راز اسلامي حکومت سره په څنګ کې ودرېږو، ترڅو موږ هم خپل ملي او دیني رسالت ادا کړی وي او هم مو د خپلو هېوادوالو لاسنیوی کړی وي.