د مسجدالاقصی امام، شیخ عکرمه صبري ویلي، چې پر مسجدالاقصی د صهیونیستانو بریدونه په بې‌ساري ډول زیات شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې صهیونیستي اشغالګر خپلې مذهبي مېلې پلمه کوي او هره ورځ د پولیسو په ملاتړ پر مسجدالاقصی برید کوي.

د مسجدالاقصی خطیب ویلي، چې یاد سپېڅلی مقام د خپل تاریخ له سختو بریدونو سره مخ دی، داسې بریدونه چې د دې تاریخي مسجد د له منځه وړلو هڅه پکې کېږي.

شیخ عکرمه صبري خبرداری ورکړی، چې د تر مسجدالاقصی لاندې کیندنې په شدت دوام لري، چې دې چارې د دغه جومات د تهدابونو لپاره مستقیم او جدي ګواښ رامنځته کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version