Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د مسکو فارمټ ناسته؛ د افغانستان لپاره مثبته او له لاسته راوړنو ډکه ناسته!
    تبصرې

    د مسکو فارمټ ناسته؛ د افغانستان لپاره مثبته او له لاسته راوړنو ډکه ناسته!

    عمران آغاعمران آغا5 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تبصره کوونکی: تمیم حمیدي
    خبر:
    د روسیې ټاس خبري اژانس ويلي چې روانې اکتوبر میاشتې په ۴مه د روسیې په پلازمېنه کې د مسکو فارمټ ناسته ترسره شوه، چې اصلي تمرکز یې په سیاسي، اقتصادي، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې د کابل او سیمې د حکومتونو ترمنځ د عملي تعامل پر زیاتوالي راڅرخېده.

    د ټاس خبري اژانس په خبره، په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي تر څنګ، د پاکستان، ایران، هند، چین، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان استازو او دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ګډون درلود چې پکې په مهمو مواردو بحثونه وشول.

    تبصره:
    د مسکو فارمټ ناستې نوښت چې په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې له خوا پیل شوی، سږ کال له څو اړخونو د افغانستان لپاره ګټوره او د پام وړ و.

    لومړی خو دا چې په دې ناسته کې د روسیې په بلنه رسمي بلنه د افغانستان لوړ رتبه پلاوي یعنې د بهرنیو چارو وزیر ګډون کړی و؛ دویم دا چې په دې نوښت کې ټولو ګډونوالو په یوه غږ له افغانستان سره پر هر اړخیز تعامل ټینګار وکړ، هغه کار چې امریکا او غربي هېوادونه یې د مخنیوي لپاره دا درې کاله هڅه کوي او پر نورو هېوادونو فشار راوړي ترڅو له افغانستان سره تعامل ته زړه ښه نه کړي، خو په دې ناسته کې دا ثابته شوه، چې د افغانستان ګاونډي او د سیمې هېوادونو له دغو فشارونو سره سره، له افغانستان سره تعامل ته رادانګي.

    د دې ناستې د بحث دوهمه مسئله د نشه يي توکو مسئله وه، چې له نېکه مرغه د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه اوس دا حقیقت په پرانیستو سترګو ویني چې په افغانستان کې د اوسني حکومت له پیل راهیسې د نشه‌يي توکو کښت، کاروبار او له افغانستانه قاچاق بند شوی، چې دا هم د سیمې د هېوادونو او هم د افغانستان لپاره ښه خبر و او د مسکو فارمټ په ناسته کې له دې اقدامه ستاینه وشوه.

    درېیمه او مهمه مسئله هم د داعش ډلې د فعالیتونو مسئله وه، چې له اوږدې مودې راهیسې ترې د سیمې هېوادونه اندېښمن وو، خو له افغانستان د امریکايي اشغال په ټولېدو سره د دوی د دې فتنه ګرې پروژې ټغر هم ټول شو؛ د افغانستان پلاوي په زغرده په یاده ناسته کې وویل چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه صفر شوي او دا ډله اوس د امریکايي، غربي او د سیمې د یو شمېر هېوادونو د استخباراتي کړیو په همکاریو له افغانستانه بهر ځای پر ځای شوې، ځکه په افغانستان کې له دې ډلې سره د خلکو او اوسني حکومت سرسختې مبارزې او مخالفت دوی ته دلته د پاتې کېدو فرصت ور نه کړ.

    دا مسئله اوس روسیې، چین، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو په ښه توګه درک کړې چې له افغانستان څخه ورته د داعش په نامه کوم ګواښ نشته او دا ګواښ د افغانستان له پولو وتلی او افغانستان یې په خپله قرباني دی؛ له نېکه مرغه چې په دې برخه کې د افغانستان د اوسني حکومت د ښکاره پالیسۍ او له داعش سره سختې مبارزې له برکته دا مسئله ډېره روښانه شوې ده.

    په دې ناسته کې بله مهمه پرېکړه دا وشوه، چې ډېر ژر به روسیه طالبان د ممنوعه ډلو له لېسته وباسي چې دا چاره نور هېوادونه هم هڅوي چې ورته کار وکړي او له افغانستان سره تعامل ته لا رانږدې شي.

    وروستۍ او مهمه خبره دا ده چې د افغانستان د اوسني حکومت د اقتصاد محوره پالیسۍ له برکته، ګاونډي، سیمه ییز او ان لېرې هېوادونه افغانستان ته اوس د یوه تهدید او ګواښ په سترګه نه، بلکې د یوه فرصت په سترګه ګوري، دوی په افغانستان کې اوسنی امنیت او ارامي یو فرصت بولي او غواړي له دې فرصت او د افغانستان له ستراتېژیک موقعیت څخه په ګټې اخیستنې سره دلته پانګونه وکړي، د ټاپي په څېر د سیمې د هېوادونو د نښلېدو لپاره سترې اقتصادي پروژې پیل کړي، سیمه ییز اتصال رامنځته کړي، په افغانستان کې د کانونو او بیارغونې په برخو کې پانګونه وکړي، د افغانستان د مېوو او نورو محصولاتو د صادرولو لپاره مټې رابډ وهي.

    داسې ښکاري چې دوی ته اوس د لوېدیځو رسنیو، هېوادونو او بنسټونو هغه تبلیغات او پروپاګند ښکاره شوي چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې نړۍ او دوی ته ناسم تصویر ښوده، له همدې کبله اوس د دوی د غربي نړۍ او امریکا فشارونو ته غاړه نه ږدي او ورځ تر بلې د تعامل لور ته رادرومي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاسرائيلو لبنان کې د حماس غورځنګ يو مشر او کورنۍ یې شهيدان کړي
    راتلونکي مقاله بېړنی: العربيه وايي اسرائيل په ايران د بريد چمتو والی نیسي

    مربوطه لیکنې

    د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش

    17 جون 2025

    د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش

    17 جون 2025

    د سحر او جادو له تور بازار او ناوړه کاروبار سره د مبارزې جدي هڅې

    21 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    ‏د ‎ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د یاد ولایت د زندان اړوند…

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.