Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د مشرتابه فرمان؛ ټولې امارتي ادارې مکلفې دي چې د سوداګرۍ لپاره اړينې اسانتياوې رامنځته کړي
    افغانستان

    د مشرتابه فرمان؛ ټولې امارتي ادارې مکلفې دي چې د سوداګرۍ لپاره اړينې اسانتياوې رامنځته کړي

    عمران آغاعمران آغا28 اکتوبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اسلامي امارت د مشرتابه د هېواد جغرافيايي موقعيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت، او د خصوصي سکتور او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره يو دوه ماده ييز فرمان صادر کړی.

    په فرمان کې راغلي چې وزارتونه او اړوندې امارتي ادارې مكلفې دي، د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کې نیولو سره، په بندرونو، عبوري نقطو او لويو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

    همدارنګه ويل شوي چې په مرکز او ولايتونو کې د وزارتونو او امارتي ادارو مسوولین او کارمندان مکلف دي، د هېواد له نافذو تقنيني سندونو سره سم د خصوصي سكتور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراآتو کې له تعلل او ځنډ څخه مخنیوی وکړي.

    د مشرتابه له لوري په راغلي فرمان کې همدا راز ويل شوي چې وزارتونه او امارتي ادارې مكلفې دي د هېواد د داخلي صنايعو د ودې او ځان بسیاینې په منظور د امکان تر بریده د هېواد له کورنيو توليداتو څخه ګټه واخلي.

    د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د سوداګرۍ د ملاتړ او پوره پاملرنې دا فرمان په داسې حال راځي چې افغانستان کې د پانګوالو امنيت او ملاتړ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او تمه کېږي چې د دې فرمان له تطبيق وروسته به د هېواد سوداګري او خصوصي سکتور په بشپړ ډول له ستونزو خلاص شي.

    مخکینۍ مقاله‏د قطر سره مياشت پکتيا کې بېرته راستانه شویو کورنیو ته کورونه جوړوي 
    راتلونکي مقاله د اطفایې ریاست تېر کال په ټول هېواد کې ۱۳۰۰ پېښو ته رسېدنه کړې

    مربوطه لیکنې

    د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026

    د بشري حقونو نړیوال بنسټ: کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د برید عاملین باید محاکمه شي

    16 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 18 مارچ 2026

    بلوڅ وسله والو په دوه جلا بريدونو کې ۱۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    د بلوڅو بیلتونپالو نشراتي ادرس اشوب راپور ورکړی، چې د دې ډلې (بي اېل اېف)…

    پخوانی پاکستانی سياستوال الطاف حسین: د بهرنیو قوتونو په اشاره پر افغانستان بریدونه د اندېښنې وړ دي او روان حالات د پاکستان لپاره جدي ګواښ رامنځته کولای شي

    18 مارچ 2026

    پاکستانی سياستوال، ليکوال او څيړونکی رحيق عباسي: د پاکستان نسلونه نسلونه به د سلګونه بېګناه افغان مسلمانانو د شهادت درنه بيه پرې کړي

    18 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ وسله والو په دوه جلا بريدونو کې ۱۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    18 مارچ 2026

    پخوانی پاکستانی سياستوال الطاف حسین: د بهرنیو قوتونو په اشاره پر افغانستان بریدونه د اندېښنې وړ دي او روان حالات د پاکستان لپاره جدي ګواښ رامنځته کولای شي

    18 مارچ 2026

    پاکستانی سياستوال، ليکوال او څيړونکی رحيق عباسي: د پاکستان نسلونه نسلونه به د سلګونه بېګناه افغان مسلمانانو د شهادت درنه بيه پرې کړي

    18 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،146 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.