لوړو زده کړو وزارت وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې د لوړو زده کړو اړوند د ټولو امارتي تحصیلي نهادونو هغه استادان، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د تدریس چارې پر مخ وړي، او مسافر دي، د اوسېدو ځای او اعاشه ورته منظور شوه.
د ياد وزارت په وينا د مشرتابه د دغه حکم پر بنسټ لوړو زده کړو وزارت ته دنده سپارل شوې ده چې د یادو استادانو لپاره د اوسېدو ځای او د اعاشوي موادو چمتو کولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
لؤړو زده کړو وزارت همداراز ويلي چې د یاد ځانګړي حکم د تطبیق په برخه کې ژمن دی او په نږدې راتلونکې کې به یې په اړه اړین اقدمات ترسره کړي.