
د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، چې د مشرتابه په حکم په يو شمېر وزارتونو کې د وزيرانو او معينانو په کچه تازه ټاکنې شوې دي.
په دې ټاکنو کې د اوبو او انرژۍ وزارت مخکنی وزیر ملا عبداللطیف منصور؛ د کلیو بیا رغونې او پراختیا د وزیر په توګه او د کلیو بیا رغونې او پراختیا مخکنی وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه ټاکل شوي.
همدا راز د ټولګټو وزارت مخکنی مالي او اداري معین ملا عبدالحق همکار؛ د افغانستان برښنا شرکت د عمومي رئیس په توګه او د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو مخکنی معین قاري محمد یونس راشد؛ د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوي.
د افغانستان برښنا شرکت مخکنی عمومي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر بيا د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

