لوړو زدهکړو وزارت وایي، د دې حکم پر اساس د افغانستان له پوهنتونونو ۱۵ سوه ۵۵ تنه ممتاز فارغ محصلین د لوړو زده کړو وزارت له لوري د مشرتابه مقام ته معرفي شول.
د دې حکم له مخې، یاد محصلین به د چارو ادارې له لوري وارزول شي، تر څو په بېلابېلو امارتي ادارو کې د خدمت په موخه وګومارل شي.