
د مصر اخوان المسلمین غورځنګ پر ایران د امریکا او اسرائیل برید یو ښکاره تېری بللی او په کلکه یې غندلې دی.
اخوان المسلمین زیاته کړې، چې دا جګړه د “لوی اسرائیل” د پروژې برخه ده، چې پر سیمې د قبضې هڅه کوي او زياته کړې يې ده، چې پر ایران تېری شوی، نو ځکه دغه هېواد شرعي او قانوني حق لري، چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.
اخوان المسلمین له ټولو لوریو غوښتي، چې د نړیوال امنیت او اقتصاد د ژغورلو لپاره دا ویجاړونکې جګړه ژر تر ژره ودروي او ټینګار یې کړی، چې د بهرني تسلط پر ضد د اسلامي امت د ارزښتونو او خپلو ولسونو ترڅنګ ولاړ دی.
ياده دې وي، چې د اخوان المسلمين ډله څو ورځې وړاندې د امریکا خارجه وزارت په تور ليست کې شامله کړه.

