د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د «لیلة القدر» لمانځغونډې پر مهال ویلي، چې هېواد به یې د فلسطین له قضيې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي ویلي، چې مصر به د اوربند ټینګښت او د سولې نورو مرحلو عملي کېدو لپاره خپلې هڅې ونه دروي
عبدالفتاح السیسي، له نړیوالو غوښتي چې، د تاوتریخوالي درولو لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي او د سیمې ثبات لپاره کار وکړي.
یاده دې وي چې، مصر د صهیونیستي رژیم او حماس غورځنګ ترمنځ د اوربند د لومړي پړاو په مذاکراتو یو له مهمو منځګړو هېوادونو څخه و.