د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي, د معتادینو پر زر بستریز روغتون د پاکستان د پوځي رژیم برید کې تر ۲۰۰ څخه زیات تر درملنې لاندې معتادین شهیدان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، تر دوه سوه زیات ټپیان هم روغتونونو ته انتقال شوي او ممکن د مرګ ژوبلې شمېر تر دې نور هم زیات شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځي رژیم د مخامخ جګړې توان بایللی او په پرله پسې ډول ملکي وګړي په نښه کوي چې د جګړه کې ټول اصول تر پښو لاندې کوي.
