په افغانستان کې اوسني وضعیت ته په کتلو سره تر بل هر وخت زیات امنیت تأمین دی، هېوادوال خوشحاله دي، جنګ نشته، قوم پرستي او تعصب پرستي د شیطان له لارویانو سره يو ځای ختم شول؛ یعنې افغانستان له هرې نګاه اوس په ښه حالت کې دی.
خو دلته څو تښتېدلي او غولېدلي چې غواړي د افغانستان اوسنی د أمن انځور ناسم تعبیر کړي او په اړه یې له هېڅ قسمه دروغو څخه مخ نه اړوي؛ دوی نه غواړي چې د هېوادوالو د خوښۍ انځور وویني، بلکې هغه وخت دوی خوشحاله وي چې هېوادوال د غم په ټغر ناست وي.
د اسد ٢٤مه تېره ورځ د افغانستان د فتحې ورځ وه چې د اسلامي امارت د مجاهدینو له برکته الله جل جلاله د افغانانو په برخه کړه؛ تاسو ولیدل چې په ټول هېواد کې الحمدلله د دې ورځې لمانځل په ډېري خوښۍ او خوشحالۍ سره ترسره شوه، هېڅ نوع ستونزه پکې پېښه نه شوه او نه چا ته د شر او فساد اجازه ورکړل شوه.
د شر او فساد جوړوونکي هڅه کوي چې د افغانستان ناسم انځور دنیا ته وړاندې کړي، له دوی سره نه د افغانستان غم شته او نه د افغانانو غم ورسره شته، بس تنها په دې کار سره غواړي له دنیاوالو څخه څه مفادات ترلاسه کړي، خو دا د شکر ځای دی چې دنیاوال یې هم اوس په دروغو باور نه کوي او نه دوی ته داسې خاص توجه کوي.
د شر او فساد ډلې/بغاوتګرانو مشران هماغه خلک دي چې دلته په افغانستان کې بغیر له غلا، چور او چپاول بله کارنامه نه لري؛ دوی د افغان ولس له لوري تجربه او استفراق شوي دي، دوی هېڅکله د افغانانو د مال، ځان او عزت خیال نه دی ساتلی، او نه د آینده لپاره دا هیله او تمه ترې کېدای شي چې دوی دې د افغانانو خیال وساتي.
د همدې بغاوتګرانو په اړه قاري عبدالستار سعید صاحب لیکي: د مفکر بقایا کومې زمانې ته پاتې شول؟ مفکر صیب چې ځان په افغانستان کې د سیکولر جریان اوسنی استازی ګاڼه، مدعاوې یې خورا لوړې وې او حتی د آسیا د تقدیر بدلولو لاپې به یې وهلې؛ اما مریدان یې چې اوس یې پښې د افغانستان له ځمکې پورته شوې یوازې په مجازي نړۍ کې تشریف لري، په خورا وړو موضوعاتو ورځ اړوي.
مثلًا طالبان د دوی د سیال اړخ په حیث د آزادۍ جشن جوړوي، په زرګونو منظم ځواکونه، حربي وسائل او وسایط، څرخکې او الوتکې په پوځي پریډ کې برخه اخلي؛ له نورو آمادګیو او تدارکاتي امورو پرته د دومره لوی جشن او پراخې ساحې یوازې امنیت ساتل هم لوی شهکار دی.
اما د مفکر صیب مریدان او رسنۍ یې راولاړېږي، سرلیک جوړوي او مثلا وایي: «د طالبانو په جشن کې د پلاني ټانګ، پلانۍ ارابې یو څه چال درلود» خدای مو خوار کړه په دې ماشومانه نقدونو، تیار زموږ د کلي مکتب ګریزه ماشومان یاست چې د سرک په غاړه ناست په پردیو موټرو تبصرې کوي.
هو! قاري صاحب یې په اړه ډېره سمه تبصره کړې، دوی ته چې کومه سوژه په لاس ورنشي، نو بیا داسې الفاظ ولیکي چې سړی یې عقل او فکر ته حیران شي؛ نه پوهېږو چې دې خلکو د کومو اصولو موافق د افغانستان د رهبري دعوې کولې؟ کوم فکر او عقل چې یې مونږ وینو دا خو د رهبریت فکرونه او عقلونه نه دي.
په اخېر کې باید ووایم چې د شر او فساد جوړوونکي اوس په افغانستان کې ځلی نه لري، حتی د دوی د نوم په اخستلو سره انسان ته د کرکې او نفرت احساس درېږي؛ رب دې دغه استفراق شوي د بیاځلې لپاره په هېڅ افغان مسلمان باندې نه ویني او نه یې افغانان د لیدلو خواهش او غوښتنه لري.