Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»دیني لیکني»د مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (٤)
    دیني لیکني

    د مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (٤)

    صابر افغانصابر افغان15 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هر مسلمان لپاره یوه پوښتنه چې ځواب ته رسېدل یې خورا مهم دي، دا ده: چې څنګه ټول کفار او نړیوال استکبار د بغاوت د هغې جبهې ملاتړ کوي، کومه چې خپل ځان مسلمان او د شهیدانو د آرمان حامل ګڼي؟ ستاینه یې کوي او د همکارۍ ژمنې ورکوي، دا پیښې ظاهراً د قرآن له منطق سره په ټکر کې ښکاري، ولې؟ قرآن د دې پوښتنې ځواب ورکوي چې لاندې به ورته اشاره وشي، تاسو ورباندې غور ورکړئ.

    د مسلمان خوی د اصلاح غوښتنه وي، ځکه چې د هغه تړاو له داسې دین سره دی چې ټول د خیر غوښتونکی دی، نه یوازې د مسلمانانو لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره خیر پکې نغښتی.

    قرآن لکه څرنګه چې د الهي حکمت او پوهې پر اساس د مسلمانانو خاصیت بیانوي، د هغوی د دښمنانو باطني طبیعت هم بیانوي، د مسلمانانو دښمنان یهود، نصاری او مشركین دي.

    ریښتینو مسلمانانو ته د قرآن کریم خطاب دی چې یهود او نصاری هیڅکله له تاسو څخه نه راضي کیږي؛ که تاسو هغه اسلام ومنئ چې الله تعالی په خپل قرآن کې او د خپل محبوب پیغمبر محمد صلی‌الله علیه وسلم په سیرت کې وضع کړی دی، نو هیڅکله به یهود او نصاری له تاسو څخه راضي نه شي.

    البته یوازې په یوه حالت کې دا دښمنان له تاسو راضي کېږي او هغه دا دی چې تاسو ځان د دوی له دین، عقیدې او ایډیالوژي سره برابر کړئ؛ لکه څنګه چې الله تعالی د سورة بقرې په ۱۱۹ آیت کې وايي:«وَلَن تَرۡضَىٰ عَنكَ ٱلۡيَهُودُ وَلَا ٱلنَّصَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمۡۗ» (یعني یهودیان او مسیحیان به هیڅکله له تاسو راضي نه شي، تر څو چې د دوی دین او عقیده ونه منئ).

    قرآن کریم وايي چې نه یوازې دا دښمنان به له تاسو راضي نه شي، بلکې همېشه به له تاسو سره په جګړه کې وي، لکه څرنګه چې د بقرې سورة په ۲۱۷ ایت کې راغلي:«وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ» (یعني کافران به تل له تاسو سره جګړه کوي تر څو تاسو له خپل دین څخه راوګرځوي).

    د قتال لفظ چې په پورته آیت کې کارول شوی دی، د جد و جهد او جهاد له مادې څخه نه دی چې د فکري جګړې او سړې جګړې په معنی وکارول شي، بلکې قتال د تن په تن، مخامخ، ګرمې او وسله والې جګړې معنی لري.

    اوس اصلي پوښتنه او ځواب یې واضح کېږي، دا چې ولې کفار او نړیوال استکبار د افغانستان له بغاوت جبهې څخه خوشحال دي؟ ولې یهود او نصاری له دې باغي ډلې سره وسله والې جګړې ته نه ځي؟!

    هو، ځواب روښانه دی: «حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمۡۗ» ځکه چې د مقاومت جبهه خپل ځان مسلمان ګڼي، خو د تفکر او ایډیالوژۍ له مخې له غرب او نړیوال کفر سره موافق او تابع دي؛ که داسې نه وای د اسلامي نظام پر ضد به نه راپاڅېدل.

    نړیوال کفر درک کړې چې د بغاوت جبهه له دوی سره ورته والی او تړاو لري، ځکه یې په تشو او بې بنسټه ژمنو سره خپلو شومو پلانونو ته د رسېدلو لپاره وسیله او آله ګرځولي دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبنو کې د پولیسو پر مرکز د شوي خونړي برید څرنګوالی په ډاګه شو
    راتلونکي مقاله اروپايي ټولنې پر ايران نوي بنديزونه لګولي

    مربوطه لیکنې

    جګړه ییز شدت پاکستاني چارواکي وارخطا کړي دي

    9 جنوري 2025

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (١١)

    23 نوومبر 2024

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(١٠)

    20 نوومبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.